اسلام آباد۔16دسمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزیر وصدر استحکام پاکستان پارټي (آئي پي پي) عبدالعلیم خان د اے پي ایس پیښې پیښور ماشومانو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي دا زړه ورانونكې پیښه تر اوسه د قام د غم جنه پاتي كېدو باعث ده ۔ په سوشل میډیا پلیټ فارم "ایکس" خپل پیغام كښې عبدالعلیم خان د شهدا قربانیو ستائنې كولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ …
د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د اے پي ایس ماشومانو قربانۍ به هېرې نه كړې شي ، وفاقی وزیر مواصلات

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزیر وصدر استحکام پاکستان پارټي (آئي پي پي) عبدالعلیم خان د اے پي ایس پیښې پیښور ماشومانو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي دا زړه ورانونكې پیښه تر اوسه د قام د غم جنه پاتي كېدو باعث ده ۔ په سوشل میډیا پلیټ فارم “ایکس” خپل پیغام كښې عبدالعلیم خان د شهدا قربانیو ستائنې كولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د ماشومانو قربانۍ كله هېرېدې نشي ۔ ده ووئېل د اے پي ایس ماشومان شهدا د قام اتلان دي ۔د اے پي ایس قربانۍ عظیم داستان دے كوم به چې عمر له په زرينو ټكو ليكلے شي۔ وفاقي وزیر ووئېل د علم تر لاسه كولو لپاره په طالب علمانو بې درېغه ډزې د سفاکیت انتها وه ۔ ده په دې خبره افسوس ښكاره كړو چې دې بزدلانه بريد څخه پاکستان د سباون د ګڼو ډاکټرانو، انجینئرز او د استاذانو څخه محروم شو او د ګڼو ميئندو او پلارانو ژوند تاریک كړے شو ۔ده پاک پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل پاک پوځ د لسيزو نه د ترهه ګرۍ خلاف د جنګ په حالت كښې دے او د شهدا مزارات د شجاعت او وفادارۍ یادګارونه جوړ شوي دي۔










