میکسیکو كښې د بس اپوټه كښې 8 كسان مړه ، په درځنونو ژوبل

میکسیکو سټی۔16دسمبر (اے پي پي) د لاطینۍ امریکې هېواد په میکسیکو كښې د يو بس په اپوټه كېدو كښې 8 كسان مړه او په درځنونو ژوبل ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه دا پېښه د میکسیکو ايالت په نیوو لیون كښې رامخې ته شوه ، د مقامي سول پروټیکشن چارواكو تر مخه د باران د لاسه سړک لوند شوے ؤ چې بس پرې اپوټه شو ۔ چارواكو تر مخه …

میکسیکو سټی۔16دسمبر (اے پي پي) د لاطینۍ امریکې هېواد په میکسیکو كښې د يو بس په اپوټه كېدو كښې 8 كسان مړه او په درځنونو ژوبل ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه دا پېښه د میکسیکو ايالت په نیوو لیون كښې رامخې ته شوه ، د مقامي سول پروټیکشن چارواكو تر مخه د باران د لاسه سړک لوند شوے ؤ چې بس پرې اپوټه شو ۔ چارواكو تر مخه په مړو شوو كښې د بس ډرائیور هم شامل دے چا چې د پیښې نه څو ساعته وړاندې ګاډي كښې د تكنيكې نقص اطلاع وركړې وه ۔ د نیوو لیون میکسیکن سوشل سکیورټي انسټي ټیوټ ووئېل د پیښې نه پس 58 ژوبل شوو ته طبي مرسته وركړې شوه چې پكښې د دريو كسانو حالت اندېښمند دے او چارواكو د پیښې وجوہات معلومولو لپاره پلټنې پېل كړې دي۔

مزید خبریں