د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په تجارتي لوظنامه كښې پراختيا ٬ په دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې ښكاره پيشرفت

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د خصوصي سرمايه كارۍ سهولت كونسل (اېس آئی اېف سی) فعاله هڅو په نتيجه كښې د پاكستان نړيوالو اقتصادي اړيكو ته يوه لويه كاميابي ترلاسه شوې ده٬ پاكستان او ازبكستان تجارتي لوظنامې ته په پراختيا وركولو اتفاق كړے دے۔ دا پېشرفت د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو پلو يو مهم سنګ ميل ګرځولې شي۔ د دواړو هېوادونو د …

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د خصوصي سرمايه كارۍ سهولت كونسل (اېس آئی اېف سی) فعاله هڅو په نتيجه كښې د پاكستان نړيوالو اقتصادي اړيكو ته يوه لويه كاميابي ترلاسه شوې ده٬ پاكستان او ازبكستان تجارتي لوظنامې ته په پراختيا وركولو اتفاق كړے دے۔ دا پېشرفت د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو پلو يو مهم سنګ ميل ګرځولې شي۔ د دواړو هېوادونو د اعلی كچې پلاويو ترمينځه خبرو كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې د راروانو دوو كلونو په مهال به د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د تجارت حجم 2 بلین ډالرو ته ورسولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې په تجارتي لوظنامه كښې پراختيا سره به د پاكستان تجارتي حجم زيات شي او د نړيوالو سرمايه كارو باور به لا مستحكم شي۔ دا پیشرفت په منطقه كښې د پاكستان د زياتېدونكي معاشي كردار او نړيوال اقتصادي انضمام ښكاره عكاسي كوي