د طاهر اشرفي د بهار وزيراعلی لخوا د مسلمانې ميرمن نه د حجاب لرې كولو غندنه

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل چیئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي هند د ترهګرۍ او انتها خوښۍ نړيوال مركز جوړ شوے۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې طاهر محمود اشرفي په يو وېډيو پېغام كښی د هند بهار ايالت وزيراعلی نتيش كمال لخوا په زور او زبردستۍ د يوې مسلمانې مېرمنې نه د حجاب لرلې كولو د حركت سختې غندنې كولو سره وئيلي دي هند دا …

اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل چیئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي هند د ترهګرۍ او انتها خوښۍ نړيوال مركز جوړ شوے۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې طاهر محمود اشرفي په يو وېډيو پېغام كښی د هند بهار ايالت وزيراعلی نتيش كمال لخوا په زور او زبردستۍ د يوې مسلمانې مېرمنې نه د حجاب لرلې كولو د حركت سختې غندنې كولو سره وئيلي دي هند دا مهال د انتها خوښۍ مركز جوړ شوے ۔ په پېښه د سختې اندېښنې څرګندونې سره ده ووئيل او آئی سي ،عرب لیګ او ټولې اسلامي نړۍ له به هند ته خپل احتجاج ريكارډ كول وي۔ ده ووئيل په هند كښی د هندوتوا بي جے پي حكومت په دور كښې اقليتونو او په خاص توګه مسلمانانو سره ناروا او امتيازي سلوك كېږي ٬ هغوي په منظم ډول ظلم او تشدد سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعلی په منصب د پاتي كېدونكي تن دا حركت يو د شرم او غندنې وړ اقدام دے۔ طاهر محمود اشرفی ووئيل هند د مودي هندوتوا ايجنډې لاندې يو ترهګر رياست جوړ شوے كوم چې په هند ٬ كاناډا ٬ برطانيه ٬ امريكا او آسټرېليا كښې ترهګري خپروي۔ ده ووئيل هند په پاكستان كښې هم د ترهګرو نېغ په نېغه ملاتړ كوي۔ ده د او آئي سي سېكرټري جنرل ٬ د عرب ليګ مشر او اسلامي نړۍ ته غږ وكړو چې هغوي د دې شرمناكې او د غندنې وړ پېښې په ضد هند ته خپل احتجاج ريكارډ كړي