صدر آصف علي زرداري د مياں منظور احمد وټو په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د سينئر سياست مدار مياں منظور احمد وټو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل ارواښاد سياسي٬ سماجي او اولسي خدمت سره سره قامي پرمختګ لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كړي۔ ده ووئيل ارواښاد د جمهوري ادارو …

اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د سينئر سياست مدار مياں منظور احمد وټو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل ارواښاد سياسي٬ سماجي او اولسي خدمت سره سره قامي پرمختګ لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كړي۔ ده ووئيل ارواښاد د جمهوري ادارو استحكام او د سيمه ايزو مسئلو په حل كښې مهم كردار لوبولے٬د ارواښاد سياسي٬ سماجي او د قامي يووالي په اړه خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔