اسلام آباد۔16 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د آرمي پبلك سكول پېښور پېښې بې ګناه شهيدانو ته د هغوي په 11م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ سپیکر سردار ایاز صادق په خپل بيان كښې د اے پي اېس پېښه د پاكستان د تاريخ يوه دړدېدلې او د نه هېرولو وړ پېښه وګرځوله۔ ده د ترهګرۍ په ضد د قومي اتحاد او ګډ عزم …
د اے پي ايس پيښې ټول قام د انتھا خوښۍ په ضد يو موټے كړو ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔16 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د آرمي پبلك سكول پېښور پېښې بې ګناه شهيدانو ته د هغوي په 11م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ سپیکر سردار ایاز صادق په خپل بيان كښې د اے پي اېس پېښه د پاكستان د تاريخ يوه دړدېدلې او د نه هېرولو وړ پېښه وګرځوله۔ ده د ترهګرۍ په ضد د قومي اتحاد او ګډ عزم پخلے وكړو۔ د ده وېنا وه چې د اے پي اېس شهيدانو قربانۍ د ترهګرۍ په ضد د قومي اتحاد او عزم علامت دي او دې پېښې ټول قام د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد يو موټے كړو۔ سپيكر په ډاګه كړه چې د ترهګرۍ په بشپړه توګه ختمولو له به پارليمان د مؤثره قانون سازۍ بشپړ ملاتړ دوامدار ساتي۔ سردار ایاز صادق د وسله والو ځواكونو او امنيتي ادارو د عزم پخلي كولو سره ووئيل تر كومې چې د ترهګرۍ نوغې ويستلې شوې نه وي دې ادارو ته به آرام رانشي۔ سردار ایاز صادق د بلوچستان په خضدار ښار كښې په سكول بس د ترسره شوي ترهګر بريد غندنه وكړه او په کېډټ کالج وانا د بريد په ناكامه كولو يۍ امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل پاكستانے اولس د وسله والو ځواكونه او قانون نافذ كوؤنكو ادارو ترڅنګ ولاړې دي۔ سپيكر ووئيل د دسمبر 16 مه نېټه عزم ٬ يو والي او خوندي سباؤن له د لوظ د پخلي ورځ ده۔(










