اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر او وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اے پي اېس بې ګناه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د اے پي اېس د كوچنيانو قربانۍ د پاكستان د تاريخ يو نه هېرېدونكے باب دے۔ د آرمي پبلك سكول پېښې تلين په موقع په خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل په كوچنيانو بريد په حقيقت …
د آرمي پبلك سكو شهيدانو ته د وفاقي وزيرانجينئر امير مقام د عقيدت پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر او وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اے پي اېس بې ګناه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د اے پي اېس د كوچنيانو قربانۍ د پاكستان د تاريخ يو نه هېرېدونكے باب دے۔ د آرمي پبلك سكول پېښې تلين په موقع په خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل په كوچنيانو بريد په حقيقت كښې په انسانيت بريد ؤ۔ ده ووئيل قام نن هم د شهيدانو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل د اے پي اېس شهيدانو د ترهګرۍ په ضد قامي عزم ته نوے قوت وركړو ٬ ټول قام يۍ يو كړو۔ ده په ډاګه كړه چې د پاكستان د امن دښمنان به كله هم پخپلو ناوړه ارادو كښې كامياب نه شي۔ ده ووئيل د پاكستان مېړني ځواكونه او امنيتي ادارې د ترهګرۍ په ضد د فولادي دېوال په څير ولاړې دي۔ ده ووئيل د اے پي اېس شهيدانو قربانۍ مونږ ته د اتحاد ٬ حوصلې او استقامات درس راكوي او دا قربانۍ به تل زمونږ لارښودنه كوي۔ وفاقي وزير شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه










