اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بحرېن د قامي ورځې په موقع د بحرين مشرتابه او اولس ته په قامي ورځ مباركي وركولو سره خپل بحرېني همڅنګ شېخ راشد بن اے الخليفه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د بحرين مشرتابه بصيرت او وژن هېواد د پرمختګ په روښانه لارو روان كړے او د اولس د ژوند معيار ښه كولو …
د وفاقي وزير محسن نقوي د بحرين مشرتابه او اولس ته په قامي ورځ مباركي ٬ د ورورولۍ اړيكو ته د لا ودې وركولو عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بحرېن د قامي ورځې په موقع د بحرين مشرتابه او اولس ته په قامي ورځ مباركي وركولو سره خپل بحرېني همڅنګ شېخ راشد بن اے الخليفه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د بحرين مشرتابه بصيرت او وژن هېواد د پرمختګ په روښانه لارو روان كړے او د اولس د ژوند معيار ښه كولو له يۍ نوې افق پرانستے دے۔ محسن نقوی د زده كړو ٬ روغتيا ٬ انفراسټركچر او ټولنئيز ژوند په څانګو كښې د بحرېن حكومت د كوټلې منصوبه بندۍ ستائنې كولو سره ووئيل بحرېن روښانه سباؤن پلو روان دے۔ وفاقی وزیر د دوه اړخيزه اړيكو اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل د ملګرتيا دوه اړخيزه مضبوطې اړيكې به تل د باور ٬ احترام او ورورولۍ په بنياد قائمې وي۔ ده ووئيل د لكھونو په شمېر پاكستاني وګړي د بحرېن په پرمختګ او سوكالۍ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د بحرېن وروستۍ دورې په مهال د دواړو هېوادونو د داخله وزارتونو ترمينځه د همكارۍ په زياتولو اتفاق شوے ؤ۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوی دعا وكړه چې د بحرېن د ترقۍ ٬ د اولس د خېر ښیګړې او د هېواد د رغونې روښانه او پرله پسې سفر دې دغسے دوامداره وي۔ ده ووئيل نن مونږ بحرېن سره د ملګرتيا ٬ مرستې او ورورولۍ مضبوطې رشتې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے كوو










