د كويت امیر، ولي عهد او د لنډ مهاله وزیراعظم سره د سعودی وزیر ملاقات

ریاض ۔16دسمبر (اے پي پي)د کویت امير شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره په بیان پیلس كښې د سعودي وزیر مملکت او د کابینې غړي شهزادہ ترکي بن محمد بن فهد بن عبدالعزیز هر كلے وكړو ۔ د ایس پی اے تر مخه شهزادہ ترکي بن محمد بن فهد د کویت امير ته د سعودي اعلی قیادت د اړخه د مباركۍ پیغام وركړو ۔ د کویت امير هم د سعودي …

ریاض ۔16دسمبر (اے پي پي)د کویت امير شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره په بیان پیلس كښې د سعودي وزیر مملکت او د کابینې غړي شهزادہ ترکي بن محمد بن فهد بن عبدالعزیز هر كلے وكړو ۔ د ایس پی اے تر مخه شهزادہ ترکي بن محمد بن فهد د کویت امير ته د سعودي اعلی قیادت د اړخه د مباركۍ پیغام وركړو ۔ د کویت امير هم د سعودي مشرتابه لپاره د نیکو هيلو څرګنونه وكړه ۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو په ژورو اړيكو او د دغې د لا ودې د لارو چارو جاج واغستلے شو ۔ دغې نه غېر شهزادہ ترکي بن محمد بن فهد بن عبدالعزیز د کویت ولي عهد شیخ صباح خالد الحمد الصباح او لنډ مهاله وزیراعظم او د كورنيو چارو وزير شیخ فهد یوسف سعود الصباح سره هم ملاقات وكړو ۔ په دې موقع کویت كښې د سعودي سفیر شهزادہ سلطان بن سعد بن خالد، شہزادہ ترکي بن محمد بن فهد د دفتر ډائریکټر جنرل حمد بن سلیمان السلیم هم موجود ؤ

مزید خبریں