ریاض ۔16دسمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد و وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان سره د ریاض په قصر الیمامه كښې د سوډان د عبوري کونسل چیئرمین جنرل عبدالفتاح البرھان ملاقات وكړو ۔ د سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ ایس پی اے تر مخه ملاقات كښې د سوډان صورتحال، د دغې په سيمه ايز اثرات، سلامتیا سره د استحکام تر لاسه كولو د هلو ځلو جاج واغستلے شو ۔ په …
د سعودي ولي عهد سره د سوډان د عبوري کونسل چیئرمین ملاقات، په سيمه ايز صورت حال خبرې

مزید خبریں
ریاض ۔16دسمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد و وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان سره د ریاض په قصر الیمامه كښې د سوډان د عبوري کونسل چیئرمین جنرل عبدالفتاح البرھان ملاقات وكړو ۔ د سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ ایس پی اے تر مخه ملاقات كښې د سوډان صورتحال، د دغې په سيمه ايز اثرات، سلامتیا سره د استحکام تر لاسه كولو د هلو ځلو جاج واغستلے شو ۔ په دې موقع دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان، خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان، وزیر مملکت، د کابینې غړي او د قامي سلامتیا مشیر ډاکټر مساعد بن محمد العبیان، د خزانې وزير محمد الجدعان او سوډان كښې د سعودي سفیر علی حسن جعفر هم موجود وو ۔د دې نه وړاندې د سوډان د عبوري کونسل چیئرمین جنرل عبدالفتاح البرھان چې د پلاوي سره ریاض ته ورسېد نو د ریجن نائب ګورنر شهزادہ محمد بن عبدالرحمن بن عبدالعزیز په کنګ خالد انټرنیشنل ایئرپورټ د هغوي هر كلے وكړو










