اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اے پي ايس پيښې شهيدانو ته د هغوي په 11م تلين د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې مونږ د مېړنو زده كوؤنكو حوصلې او سترې قربانۍ ته سلام كوو۔ په خپل پېغام كښې محسن نثقوي ووئيل چې د اے پي پي اېس پېښه د پاكستان د تاريخ هغه دړدېدلے او تور باب دے كوم چې …
د وفاقي وزير محسن نقوي د اے پي ايس شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اے پي ايس پيښې شهيدانو ته د هغوي په 11م تلين د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې مونږ د مېړنو زده كوؤنكو حوصلې او سترې قربانۍ ته سلام كوو۔ په خپل پېغام كښې محسن نثقوي ووئيل چې د اے پي پي اېس پېښه د پاكستان د تاريخ هغه دړدېدلے او تور باب دے كوم چې د ترهګرۍ سفاكه او بې رحمه څېره نړۍ ته په ډاګه كړه۔ ده ووئيل نن د اے پي اېس پېښې 11 م تلين دے ٬ په كال 2014 كښې هم په دې ورځ د دسمبر په 16 مه نېټه ترهګرو بې ګناه كوچنيان په نخښه كولو سره د پاكستاني رياست او قوم په سباؤن بريد كړے ؤ۔ محسن نقوي په دې موقع د قوم عزم تكرارولو سره ووئيل چې د اے پي اېس د بې ګناه شهيدانو سترې قربانۍ د ترهګرۍ په ضد يو ښكاره ٬ پرېكنده او نه بدلېدونكې لاره وښودله۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې رياست دا خبره په ډاګه كړې ده چې ترهګري كه په هر صورت كښې او له هر يو اړخ څخه وي ٬ د كومې هم نعرې يا بېرغ لاندې وي قبولولې به نه شي۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان او د هغوي د سهولت كارو بشپړه خاتمه يوه حتمي پرېكړه ده۔ وفاقي وزير د پاكستان ښكاره دريځ تكرارولو سره ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ به خپل منطقي انجام ته رسولے شي۔










