ټول قام د اے پي ايس پيښې ځپليو كورنيو استقامت ته سلام كوي ٬ د صدر آصف علي زرداري پيغام

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئیلي دي نن مونږ د آرمي پبلک سکول هغه بې ګناه ماشومان او عمله یادوو چې یوولس کاله وړاندې په كال 2014 د دسمبر په 16مه نیټه په وحشي ترهګریز برید کښې شهیدان شوي وو٬ د هغوي قرباني مونږ ته رايادوي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ قام څومره سترې قربانۍ وركړې دي۔ د ګل په ورځ د ايوان …

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئیلي دي نن مونږ د آرمي پبلک سکول هغه بې ګناه ماشومان او عمله یادوو چې یوولس کاله وړاندې په كال 2014 د دسمبر په 16مه نیټه په وحشي ترهګریز برید کښې شهیدان شوي وو٬ د هغوي قرباني مونږ ته رايادوي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ قام څومره سترې قربانۍ وركړې دي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې په آرمي پبلك سكول پېښور د بريد 11م تلين په موقع خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل نن مونږ د آرمي پبلک سکول هغه بې ګناه ماشومان او عمله یادوو چې یوولس کاله وړاندې په كال 2014 كشې د دسمبر په 16مه نیټه په وحشي ترهګریز برید کښې شهیدان شوي وو ٬ د هغوي قرباني مونږ ته رايادوي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ قام څومره سترې قربانۍ وركړې دي۔ صدر ملمكت ووئيل مونږ هغه كورنيو سره ولاړ يوو كوم چې دا غم نن هم په حوصله او وقار سره زغمي۔ ټول قام د اے پي اېس ځپليو كورنيو استقامت ته سلام كوي چا چې خپل غم پاكستان لپاره په قوت بدل كړو۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د ترهګرۍ له مينځه وړلو لپاره د پاکستان عزم مضبوط دے۔ ده ووئيل ترهګرو ٬ د هغوي مالي مرسته كوؤنكو او هغوي ته پناه وركوؤنكو سره به هېڅ نرمي نه كېږي ۔ څوك هم چې د رياست په ضد وسله پورته كوي يا زمونږ كوچنيان په نخښه كوي هغوي سره هېڅ ډول خبرې يا مصالحت كېدے نه شي۔ صدر مملكت ووئيل مونږ د هند په سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ سخته غندنه كوو۔ زمونږ هېواد بې ثباتۍ سره مخ كولو فعاليتونو كښې د هند د ككړتيا ښكاره دستاېزي ثبوتونه موجود دي۔ ده ووئيل پاكستان به دا مخاصمانه فعاليتونه څرګندوي او د خپل پوره قوت سره به د خپل اولس دفاع كوي۔ ۔صدر مملکت ووئيل زه په دې موقع ترهګرو او د هغوي پلويانو او سهولت كارو ته خبردارے وركوم چې هغوي كومه هم سیاسی، نظریاتی یا خارجی چوغه كښې ځان پټ كړي د هغوي اصل څېره به ټولو ته په ډاګه كوو بلكې د معركه حق د كاميابۍ په جذبه به دوي ته هم ماتې وركوؤ۔ صدر آصف علی زرداري ووئيل مونږ نن خپلو امنيتي ځواكونو ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو او انټېلی جنس سروسز ته پېرزوئنې وړاندې كوو د كومو په هڅو چې د دې ډول پېښو مخنيوے وشو۔ ده ووئيل د اے پي اېس د شهيدانو ياد زمونږ دا عزم لا مضبوطوي چې پاكستان به امن دښمنه كسان كله هم بريالي كېدو ته نه پرېږدي۔

مزید خبریں