صدر مملكت آصف علي زرداري د بحرين قامي ورځې په موقع شاه حمد بن عيسي الخليفه ٬د بحرين حكومت او اولس له مباركي

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بحرين قامي ورځې په موقع شاه حمد بن عيسي الخليفه ٬ د بحرين حكومت او اولس له مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د بحرېن قامي ورځې په موقع جاري خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان بحرين سره په خپلو مضبوطو او مستحكم اړيكو وياړي٬ زمونږ دوه اړخيزه اړيكې په شريك …

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بحرين قامي ورځې په موقع شاه حمد بن عيسي الخليفه ٬ د بحرين حكومت او اولس له مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د بحرېن قامي ورځې په موقع جاري خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان بحرين سره په خپلو مضبوطو او مستحكم اړيكو وياړي٬ زمونږ دوه اړخيزه اړيكې په شريك احترام ٬ كلتوري تړون او له څو لسيزو راهېسې د ورورولۍ په جذبه اډاڼه دي٬ مونږ په بېلو څانګو كښې خپلې همكارۍ او په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو نزدې همغږۍ ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان خپلو دوه اړخيزه اړيكو او په اولسي كچه تړون ته د لا ودې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل د پاكستان ورورولي كومه چې په بحرېن كښې مېشته ده ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو معاشي همكار او كلتوري پل په توګه خپل كردار ترسره كوي۔ صدر آصف علی زرداري ووئيل مونږ په دې مهمه ورځ د بحرېن پرله پسې پرمختګ ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره د خپلو مخلصانه هيلو څرګندونه كوو۔ ده ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو ترمينځه همكاري لا زياتولو او د خپل اولس امن او ښېګړې له د دوه اړخيزه مرستې لا پياوړې كولو د عزم پخلے كوي۔

مزید خبریں