وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه د اولسي خدمات په بابله د مېرمنو د قيادت يو ځانګړے او موثر مثال وګرځولے شوه

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د ويمن اِن ګورنمنټ ټيک 2025 په رپورټ كښې د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه اولسي خدمات له د مېرمنو د قيادت يو ځانګړے او موثر مثال ګرځولے شوے دے۔ رپورټ له مخې شزه فاطمه خواجه جديد ټيکنالوجي يوازې تر سسټمز محدود نه بلكې دا موثره٬ سپېځلې او د اولس دوست خدمات رسنې لپاره يوه مهمه ذريعه ګڼي۔ …

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د ويمن اِن ګورنمنټ ټيک 2025 په رپورټ كښې د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه اولسي خدمات له د مېرمنو د قيادت يو ځانګړے او موثر مثال ګرځولے شوے دے۔ رپورټ له مخې شزه فاطمه خواجه جديد ټيکنالوجي يوازې تر سسټمز محدود نه بلكې دا موثره٬ سپېځلې او د اولس دوست خدمات رسنې لپاره يوه مهمه ذريعه ګڼي۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي وفاقي وزيره د شموليتي ډيجيټل ګورننس علمبرداره ده او په پاليسي سازۍ او د عملي نفاذ ترمېنځه موجود خلاء كمولو كښې كليدي كردار لوبوي٬ د وفاقي وزيرې په مشرۍ كښې د ډيجيټل اصلاحات مقصد عام وګړي ته په خاص توګه مېرمنو او محرومو طبقو ته تر حکومتي خدمات ښه رسنه وركول ده

مزید خبریں