اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري خبردارے وركړے چې د هېواد خلاف د ټرينډز په برخې جوړېدو د قانوني کارروائۍ سره مخ كېدے شې ، پي ټي آئي په سوشل ميډيا په منظم ډول د ملکي ادارو خلاف كمپائن چلوي ،د هېواد خلاف د ټرينډز برخې په جوړېدلو تاسو د قانوني کارروائي سره مخ كېدے شي ۔د ګل په ورځ په پي ټي وي هيډکوارټرز …
د هېواد خلاف د ټرينډز په برخې جوړېدو د قانوني کارروائۍ سره مخ كېدے شئ ، پي ټي آئي په سوشل ميډيا په منظم ډول د ادارو خلاف كمپائن چلوي ،طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري خبردارے وركړے چې د هېواد خلاف د ټرينډز په برخې جوړېدو د قانوني کارروائۍ سره مخ كېدے شې ، پي ټي آئي په سوشل ميډيا په منظم ډول د ملکي ادارو خلاف كمپائن چلوي ،د هېواد خلاف د ټرينډز برخې په جوړېدلو تاسو د قانوني کارروائي سره مخ كېدے شي ۔د ګل په ورځ په پي ټي وي هيډکوارټرز كښې پريس کانفرنس ته خطاب کښې وزير مملکت طلال چوهدري ووئېل ترهه ګر تنظيمونه سوشل ميډيا استعمالوي ، ځېنې عناصر د هېواد په سلامتيا پسې شوي دي ، حکومت د اظہار په آزداۍ باور لري ، په سوشل ميډيا د ملکي ادارو خلاف ناوړه كمپائن چلېږي ، د هېواد په خپلواكۍ به كومه سمجھوته نه كېږي ۔ د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وېنا وه پي ټي آئي په سوشل ميډيا په منظم ډول د هېواد ادارو خلاف كمپائن چلوي ، د پي ټي آئي اکاؤنټس د بهر هېوادونو نه چلېږي ، د ترهه ګرد تنظيم بي ايل اے ټرينډز هم جوړوي ، د يو يو ميسج پيسې تر لاسه كېږي، ټرينډز جوړولې شي، هيش ټيګز او د ټرينډز بيعه اغستلې كېږي ، ده ووئېل خلق په سوشل ميډيا ټرينډز جوړولو سره پيسې اخلي ۔طلال چوهدري ووئېل كه تاسو د هېواد خلاف د ټرينډز برخه جورېږې نو د قانوني کارروائي سره مخ كېدے شئ ، ډېر زيات اکاؤنټس ټرينډز په بهر هېوادونو كښې ناستې کمپنۍ چلوي ، هغوي د اکاؤنټ نوم بدلوي










