د وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې غنمو لپاره د قامي نګران کميټۍ غونډه٬ د غنمو د عبوري قامي پاليسي 26-2025 په نفاذ زور

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د غنمو د عبوري قامي پاليسي 26-2025 لپاره د قامي نګران کميټۍ وړومبۍ غونډه شوې٬ په غونډه كښې خوراك او زراعت لپاره د صوبائي او سيمه ايز سيکرټريز نه علاوه د اړوندو څانګو لوړ پوړو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د غنمو د عبوري قامي پاليسي 26-2025 مقاصدو …

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د غنمو د عبوري قامي پاليسي 26-2025 لپاره د قامي نګران کميټۍ وړومبۍ غونډه شوې٬ په غونډه كښې خوراك او زراعت لپاره د صوبائي او سيمه ايز سيکرټريز نه علاوه د اړوندو څانګو لوړ پوړو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د غنمو د عبوري قامي پاليسي 26-2025 مقاصدو او د دې د نفاذ فرېم ورك پلو پام وګرځولے شو۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير د هېواد غذائي ضرورتونه پورا كولو لپاره د غمنو په ستراتېژك اهميت رڼا واچوله۔ دغسې وفاقي وزير قامي غذائي تحفظ باوري كولو لپاره د غمنو كر په زياتولو زور راوړو۔ د پاليسۍ مقاصدو له مخې د غنمو راتلونكي فصل اخستو په طريقه كار هم تفصيلي غور وشو۔ وفاقي وزير په صوبائي حكومتونو زور راوړو چې ھغوي دې په خپل خپل دائره اختيار كښې د غنمو په عبوري پاليسي 26-2025 بشپړه عملدرامد باوري كړي دغسې چې د غنمو كروندګرو او د اوړو صارفينو د حقونو تحفظ وكړې شي۔ ده د غنمو ويليو چين كښې د نجي څانګې د شموليت په اهميت زور راوړو دغسې چې نوې كاروباري موقعې پېدا شي او په خاص توګه ځوانانو لپاره د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ ده زياته كړه چې صوبائي حكومتونه دې د غذائي تحفظ په باوري لپاره د خپلو نفوسو د ضرورتونو له مخئ د غنمو ستراتېژك پانګې په ځائ وساتي۔ وفاقي٬ صوبائي او سيمه ايز شراكتدارو د كروندګرو٬ صارفينو او د قامي معيشت په ګټه د غنمو عبوري پاليسي 26-2025 موثره نفاذ لپاره په شريكه مرسته د كار كولو د عزم پخلې وكړو

مزید خبریں