وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب سره د اېشين ډوېلپمنټ بانك د لوړې كچې پلاوي وليدل، د پاکستان او د اے ډي بي ترمېنځه اصلاحات كښې په تندۍ، پرمختيائي او د نجي څانګې پرمختګ لپاره د ستراتېژك همكارۍ توثيق

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او د اېشين ډوېلپمنټ بينك (اے ډي بي) ترمېنځه اصلاحات كښې په تندۍ ، پرمختيائي او د نجي څانګې پرمختګ لپاره د ستراتېژك همكارۍ توثيق وشو۔ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د ګل په ورځ د اسيائي پرمختيائي بېنك (اے ډي بي) د لوړې كچې پلاوي سره ليدلي٬ د پلاوي مشري د اے ډي بي کنټري ډائريکټر ايما فين او د …

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او د اېشين ډوېلپمنټ بينك (اے ډي بي) ترمېنځه اصلاحات كښې په تندۍ ، پرمختيائي او د نجي څانګې پرمختګ لپاره د ستراتېژك همكارۍ توثيق وشو۔ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د ګل په ورځ د اسيائي پرمختيائي بېنك (اے ډي بي) د لوړې كچې پلاوي سره ليدلي٬ د پلاوي مشري د اے ډي بي کنټري ډائريکټر ايما فين او د سينټرل او ويسټ اسياء څانګې ډائريکټر جنرل ګوتريرز كوله او په دې موقع د اے ډي بي ځائي سيئنر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ دا ملاقات د خزانې په وزارت كښې وشو چې پكښې د ستراتېژكي مرستې لا قوي كولو، په پرمختيائي اثرات كښې بهتري او اصلاحاتي عمل په لا تندولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د دې نه وړاندې د پلاوي هركلي كولو سره د خزانې وزير پاکستان لپاره د اے ډي بي د اوږدې مودې او په وخت معاونت كولو مننه وكړه٬ په خاص توګه بجټ سپورټ، ماحولياتي تحفظ، د سماجي څانګې پرمختګ او د ساختي اصلاحات په څانګو كښې د مرستې زياتول شامل دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پرمختيائي شراكتداري يوازې د منظورۍ په ځاے په نتيجو، اثرات او د کارکردګۍ اشارو سره تړل پكار ده دغسي چې حقيقي او تل پاتې پرمختګ باوري كړے شي۔ وفاقي وزير برآمدات، خدمات په خاص توګه په آئي ټي سروسز كښې زياتوالي ، په ترسيلاتِ زر كښې بهتري او د انتظام جوګه د کرنټ اکاؤنټ خسارې په څېر د مثبت معاشي اشارو هم ذكر وكړو خو ورسره يې په دې خبره زور راوړو چې معاشي ترقي متوازن او په تل پاتې بنيادونو په ځاے ساتل ضروري ده ۔ وفاقي وزير د د لنډې مودې د مزاحمت باوجود تجارتي آزاد کارۍ او مسابقت زياتولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د اے ډي بي لخوا ايما فين د خزانې وزير او د ھغه د ډلې مننې كولو سره د مضبوطې مرستې او سهولت کارۍ ستائنه وكړه۔

مزید خبریں