اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وئېلي دي پاکستان د قطر سره خپلو اړيكو ته دېر اهميت وركوي، دواړو هېوادونو له خپلې اړېكې د مرستې اقتصادي دائرې نه بهر دفاع، پوځي مشقونو او د وګرو تربیي او تر مشترکه منصوبو پراختيا لپاره په ګډه د كار کول ضرورت دے ۔ د دفاع وزارت نه جاري بيان تر مخه دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د …
پاکستان د قطر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي،د دفاع وزير خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وئېلي دي پاکستان د قطر سره خپلو اړيكو ته دېر اهميت وركوي، دواړو هېوادونو له خپلې اړېكې د مرستې اقتصادي دائرې نه بهر دفاع، پوځي مشقونو او د وګرو تربیي او تر مشترکه منصوبو پراختيا لپاره په ګډه د كار کول ضرورت دے ۔ د دفاع وزارت نه جاري بيان تر مخه دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د قطر سفیر علي مبارک علي عیسیٰ الخاطر ملاقات وكړو ۔ دفاع وزير د قطر سفیر هر كلي كولو سره ووئېل پاکستان د قطر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي ۔وفاقی وزیر ووئېل قطر يو مهم هېواد دے او په منطقه كښې ښكاره کردار لري ، د قطر سره زمونږ اړېكې په شريك احترام او مرسته اډاڼه دي۔ دفاع وزیر ووئېل دواړو هېوادونو له خپله مرسته د اقتصادي دائرې نه بهر تر دفاع، پوځي مشقونو او د وګړو تر تربیي او مشترکه منصوبو پراخه كولو لپاره د کار کولو ضرورت دے ، زمونږ عسکرې ادارې د قطر وسله وال پوځ لپاره د زياتو نه زياتې تربیتي آسانيو څخه ګټې پورته كولو پرانستې دي ۔ قدر مند مېلمه د دواړو هېوادونو تر مينځه دفاعي څانګو كښې د مرستې په موجودہ دائرہ کار د اطمینان څرګندونه وكړه










