حکومت هيواد د معاشي استحکام په لور روان كړے دے ٬ ،وفاقي وزیر سردار محمد یوسف

مانسهرہ۔ 15 دسمبر (اے پي پي)د مذهبي چارو او بین المذاهب هم غږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئېلي دي د وزیراعظم محمد شهباز شریف ګتورو او اولس دوسته پالیسیو په سبب د پاکستان په نړيواله توګه وقار او د ڼريوالو ادارو مالیاتي باور بيا بحال شوے دے ، اوسني حکومت هېواد د معاشي استحکام پلو روان كړے دے، ده د بالاکوټ څخه د مسلم لیګ (ن) اولسي استازو ، …

مانسهرہ۔ 15 دسمبر (اے پي پي)د مذهبي چارو او بین المذاهب هم غږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئېلي دي د وزیراعظم محمد شهباز شریف ګتورو او اولس دوسته پالیسیو په سبب د پاکستان په نړيواله توګه وقار او د ڼريوالو ادارو مالیاتي باور بيا بحال شوے دے ، اوسني حکومت هېواد د معاشي استحکام پلو روان كړے دے، ده د بالاکوټ څخه د مسلم لیګ (ن) اولسي استازو ، کارکنانو او د ګوند عهدیدارو ته خطاب کولو ۔ په دې موقع د مسلم لیګ (ن) د مانسهرہ ضلعې صدر سید جنید قاسم هم د دوي سره موجود ؤ ۔وفاقي وزیر ووئېل د امن و امان نه پرته تل پاتي معاشي ترقي ممکن نه ده ،پاک پوځ د ترهه ګرۍ خلاف د فولادو دیوال جوړ دے او د فیلډ مارشل عاصم منیر عزم تر مخه د ترهه ګرۍ تر خاتمې به کارروائۍ روانې وي ۔ سردار محمد یوسف ووئېل د مانسهرہ نه چلاس اور تر چین نوې د څلور كرښې لرونكې ستره لارې جوړولو منظورۍ څخه به نه يوازې منطقه كښې سیلګري زياته شي بلکې په زرګونو كسانو لپاره به د روزګار موقعې هم راپیدا شي چې ورسره به د اولس معاشي حالات هم ښه شي ۔ده ووئېل تحصیل بالاکوټ بشمول د مانسهرہ لرو او غرئيزو سيمو كښې د 50 کروړه روپو په لګښت د بجلۍ وركولو ګڼې منصوبې په تندۍ سره روانې دي دغسې د وزیراعظم په خاص سپارښتنه اوسنو سیلاب ځپلو سيمو كښې د سړکونو جوړولو لپاره د 15 کروړه روپو ترقیاتي فنډز هم منظور کړے شوے دے

مزید خبریں