اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سټيټ بنك لخوا د سود په شرح كښې د 50 بيسس پوائنټس په كمي د اطمينان څرګندونې كولو سره دا كاروباري ورورولۍ او عامو وګړو لپاره خوشبينه ګرځولې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل د حكومتي ډلې د خوارۍ ګټورې نتيجې رامخې ته شوي …
د وزيراعظم د سټيټ بنك لخوا د سود په شرح كښې د 50 بيسس پوائنټس په كمي د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سټيټ بنك لخوا د سود په شرح كښې د 50 بيسس پوائنټس په كمي د اطمينان څرګندونې كولو سره دا كاروباري ورورولۍ او عامو وګړو لپاره خوشبينه ګرځولې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل د حكومتي ډلې د خوارۍ ګټورې نتيجې رامخې ته شوي دي۔ د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب ٬ وزير مملكت بلال اظهر او د خزانې سېكتر او د هغه د ډلې د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزیراعظم ووئيل په هېواد كښې معاشي استحكام دے او پاكستان د پرمختګ په لوري روان شوے دے۔ معاشي استحكام لپاره كاروباري ورورولۍ او اولس زياتې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل چې څومره هم ممكن وي مونږ اولس له آسانۍ او ريليف وركوو۔ ده ووئيل د سود شرح كمېدو له امله به د كوچنۍ او منځومانې كاروبار كوؤنكي زياته استفاده وكړي










