سعودي عرب د پالميرا سره نزدې د امرېكې او سوريه په ځواكونو د ترهه ګر بريد غندنه وكړه

رياض۔15 دسمبر (اے پي پي) سعودي عرب د سوريه ښار پالميرا سره نزدې د شريكو عملياتو په مهال د امرېكې او د سوريه په ځواكونو د ترهه ګر بريد غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه دا بريد هغه وخت وشو كله چي د سوريه ځواكونه او د امرېكې اهلكار په سيمه كښې د ترهه ګرۍ مقابلې هلو ځلو تر مخه په ګډه ګزمه كوله۔ په بريد …

رياض۔15 دسمبر (اے پي پي) سعودي عرب د سوريه ښار پالميرا سره نزدې د شريكو عملياتو په مهال د امرېكې او د سوريه په ځواكونو د ترهه ګر بريد غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه دا بريد هغه وخت وشو كله چي د سوريه ځواكونه او د امرېكې اهلكار په سيمه كښې د ترهه ګرۍ مقابلې هلو ځلو تر مخه په ګډه ګزمه كوله۔ په بريد كښې دوه امريكائي عسكر او يو وګرے مترجم وژلے شوے ؤ ۔ د خارجه وزارت خپل بيان كښې د مړو شوو كورنيو ٬ د سوريه او امرېكې حكومتونو سره د غمرازۍ او خوا خوږۍ څرګندونه او د ژوبل شوو زر رغېدو لپاره خوښي ښكاره كړه۔ دا بريد يو كال وړاندې د سوريه صدر بشار الاسد د اقتدار د خاتمې نه پس وړومبۍ پیښه ده ٬ په كوم كښې چې ځاني زيان شوے دے ۔ د سوريه سركاري ميډيا او جنګي مبصر سنېچر تر مخه د يو تاريخي مركزي ښكار په دوره د سوريه او امرېكې په پوځيانو ډزې وشوې۔ دا ډزې د پالميرا سره نزدې شوي ۔ دغسې ژوبل شوي د چورلكو د لارې عراق او د اردن پولې ته نزودې التنف پوځې اډې ته منتقل كړے شول

مزید خبریں