ریاض ۔15دسمبر (اے پي پي) د جدہ کنګ عبدالعزیز انټرنیشنل هوائي اډه د ’میګا ایئر پورټس‘ په فهرست كښې شامله كړې شوه ۔ د سبق نیوز تر مخه مملکت كښې د ایوي ایشن پېل نه تر دې دمه د جدہ په ایئرپورټ سږ كال د 50 ملین مسافرو تګ راتګ ریکارډ کړے شو۔ د جدہ ایئرپورټس کمپنۍ د اړخه د 50 ملینه مسافرو ریکارډ شمېره باندې دستوره وشوه ۔ د …
د سعودي عرب د جده هوائي اډه د ” لويو هوائي اډو ” په فهرست كښې شامله كړې شوه

مزید خبریں
ریاض ۔15دسمبر (اے پي پي) د جدہ کنګ عبدالعزیز انټرنیشنل هوائي اډه د ’میګا ایئر پورټس‘ په فهرست كښې شامله كړې شوه ۔ د سبق نیوز تر مخه مملکت كښې د ایوي ایشن پېل نه تر دې دمه د جدہ په ایئرپورټ سږ كال د 50 ملین مسافرو تګ راتګ ریکارډ کړے شو۔ د جدہ ایئرپورټس کمپنۍ د اړخه د 50 ملینه مسافرو ریکارډ شمېره باندې دستوره وشوه ۔ د کمپنۍ سي اي او انجینئر مازن جوھر وېنا وه د مسافرو شمېره تر ’50 ملین رسېدل د ایئرپورټ د اعلی آپریشنل کارکردګۍ تصدیق کوي ۔ په راروانو كلونو كښې به دا شمېره يو په دوه زياتولو لپاره هڅې كولې شي ٬ كوم به چې يو مهم اقدام وي۔ هغه ووئېل کنګ عبدالعزیز انټرنیشنل ایئرپورټ منطقه كښې د ایوي ایشن په اړه د يو لوي مرکز په حېث وړاندې راغلے دے د كوم نه به چې سباون كښې د پرمختګ اهداف سر كولو لارې لا آسانې شي۔










