پېنډۍ ۔15دسمبر(اے پی پی) د كال 1971 په جنګ كښې برخه اغستونكې د پاك پوځ غازي لېفټېننټ کرنل سلمان بېګ (ریټائرډ) د كال 1971 جنګ د خپلې او د لېفټېننټ سالار بېګ د مړانې داستان اورولو سره ووئيل د كال 1971 جنګ په مهال زما مشر ورور سالار بېګ، لېفټېننټ ؤ۔ هغه په دغه كال په مشرقي پاكستان كښې تعينات شو۔ په 21 نومبر 1971 هند په ايسټ پاكستان بريد …
د كال 1971 په جنګ كښې په مشرقي او مغربي محاذونو د پاك پوځ ځوانانو د مړانې ځانګړې داستانونه رقم كړي

مزید خبریں
پېنډۍ ۔15دسمبر(اے پی پی) د كال 1971 په جنګ كښې برخه اغستونكې د پاك پوځ غازي لېفټېننټ کرنل سلمان بېګ (ریټائرډ) د كال 1971 جنګ د خپلې او د لېفټېننټ سالار بېګ د مړانې داستان اورولو سره ووئيل د كال 1971 جنګ په مهال زما مشر ورور سالار بېګ، لېفټېننټ ؤ۔ هغه په دغه كال په مشرقي پاكستان كښې تعينات شو۔ په 21 نومبر 1971 هند په ايسټ پاكستان بريد كولو سره جنګ پېل كړو۔ لېفټېننټ کرنل سلمان بېګ (ریټائرډ) ووئيل هند مغریب پور ته 14 پنجاب او 45 کېلوری سکواډرن ولېږل۔ زمونږ برېګېډ کمانډر، برېګېډیئر اېم حيات چې څه وخت خبر شو نو هغه ووئيل د ځوابي كاروايۍ د لارې به هند ستنوؤ۔ كله چې زمونږ پوځ ورسېدو نو معلومه شوه چې هند د ټېنكونو سره چمتؤ ولاړ دے۔ خو مونږ په كارروائي كولو د هند 6 ټېنكونه تباه كړل۔ زما ورور سالار تر ټولو وړومبي صف كښې ؤ هغه دوه ټېنكونه تباه كړل۔ هند د چې دا وليدل نو خپل پاتې ټېنكونه يۍ وروستو كړل۔ په 15 دسمبر هند د يو نوي سكواډرن ټېنك سره راوړاندې شو۔ په دې مهال سالار سره دوه ټېنكونه او يوه كمپني وه۔ د هند پوځ چې په رېنج كښې راغلو نو سالار د هند دواړه ټېنكونه په نخښه كولو سره هغوي پټ ځايونو ته په بېرته تللو مجبوره كړل۔ د هند پوځ د لرې نه ډزې وكړې۔ سالار سره د ټېنك ګولې ختمې وې خو پخپل مشين ګن يۍ د هند انفنټری ته زيات زيان ورسولو۔ د دښمن ځوابي كارروايۍ په نتيجه كښې سالار په مړانه سره د جنګېدو په مهال شهيد شو۔ په 15 دسمبر 1971 سالار خاورو ته وسپارلے شو۔ لېفټېننټ کرنل سلمان بېګ ووئيل د دغه جنګ په مهال هېواد لپاره د ځوانانو د ځان قربانولو جذبه ځانګړې وه۔










