بوليويا كښې د سيلاب دلاسه 7 كسان مړه ٬ ګڼ شمير بې دركه

لاپاز۔15دسمبر(اے پی پی) په بولیویا كښې د سخت سېلاب په نتيجه كښې لږ تر لږ 7 كسان مړه ٬ نزدې 20 ژوبل او په سوؤنو كورنۍ بې كوره شوي دي۔ د شنهوا له مخې د سول ډيفنس مرستيال وزير الفرېډو ټروچے اندېښنه ښكاره كړې ده چې د زيان جاج لا بشپړ كېدو څخه وروستو د مړو شمېره لا سوا كېدې شي۔ د چارواكو له مخې د جمعې په ورځ د …

لاپاز۔15دسمبر(اے پی پی) په بولیویا كښې د سخت سېلاب په نتيجه كښې لږ تر لږ 7 كسان مړه ٬ نزدې 20 ژوبل او په سوؤنو كورنۍ بې كوره شوي دي۔ د شنهوا له مخې د سول ډيفنس مرستيال وزير الفرېډو ټروچے اندېښنه ښكاره كړې ده چې د زيان جاج لا بشپړ كېدو څخه وروستو د مړو شمېره لا سوا كېدې شي۔ د چارواكو له مخې د جمعې په ورځ د پېل شوي زيات باران د لاسه په سانتا كروز ولايا كښې په پېري درياب كښې ناڅاپي سېلاب راغلو چې په نتيجه كښې يۍ نزدې كلي د اوبو لاندې شول۔ په ځپليو سيمو كښې ال ترونو تر ټوله زياته ځپلې شوې سيمه ده۔ د سېلاب سنګيني نظر كښې نيولو سره د بوليويا صدر روډريګور پاز په حكومتي مانړۍ كښې په خپله نګرانۍ كښې يو هنګامي بحران مركز جوړ كړے دے چرته چې د مرستې په كارروائيو او روانه وضعه برابر نظر ساتلے شي۔