خرطوم ۔15دسمبر (اے پی پی) د سوډان په كردوفان كښې د الدلنج ښار د يو پوځي روغتون سرچينې اطلاع وركړې ده چې كوم ښار رېپېډ سپورټ فورسز محاصره كړے دے دغلته د اتوار په ورځ د يو ډرون بريد په نتيجه كښې 7 كسان په حق رسېدلې او 12 نور ژوبل شوي دي۔ د فرانس پرېس نیوز ایجنسۍ د نامې نه افشا كېدو په شرط وئيلي چې په ژوبل شوو …
سوډان ٬ په روغتون د بريد پيښه ٬ 7 كسان په حق ورسيدل

مزید خبریں
خرطوم ۔15دسمبر (اے پی پی) د سوډان په كردوفان كښې د الدلنج ښار د يو پوځي روغتون سرچينې اطلاع وركړې ده چې كوم ښار رېپېډ سپورټ فورسز محاصره كړے دے دغلته د اتوار په ورځ د يو ډرون بريد په نتيجه كښې 7 كسان په حق رسېدلې او 12 نور ژوبل شوي دي۔ د فرانس پرېس نیوز ایجنسۍ د نامې نه افشا كېدو په شرط وئيلي چې په ژوبل شوو كښې د روغتون رنځوران يا هغوي سره راغلي كسان هم شامل دي۔ دا روغتون دواړه قسمه پوځي اهلكارو او عامو وګړو ته د روغتيا آسانۍ وركوي۔ په الدلنج دا بريد د ملګرو ملتونو د امن مشن په يو بېس كادوقلي يوه ورځ وړاندې شوي ډرون بريد څخه وروستو وشو چې په نتيجه كښې يۍ 6 امن اهلكار مړه شوې وو۔ پوځ ددې بريد ذمه وار سپورټ فورسز ګرځولې وو خو هغوي په دې كښې له ككړ كېدو څخه انكار كړے دے۔ الدلنج ښار په سوئيلي کردوفان كښې دے او په دغه ښار كنټرول اوس هم د سوډاني پوځ دے خو دا بيله خبره ده چې له تېرو 18 مياشتو څخه سپورټ فورسز دا محاصره كړے دے۔










