د پاکستان پرمختګ د ميني ، اتحاد او انسانيت اصولو سره تړلې دے۔خواجه محمد آصف

سيالکوټ14 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې کرسمس تهوار په ټوله نړۍ كښې عقيدت او احترام سره لمانځلے كيږي۔ د حضرت عيسيٰ عليه السلام ي ولادت يوه معجزه ده،حضرت عيسيٰ عليه السلام تعليمات د انسانيت لپاره تر قيامت د لارې مشعل دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سيالکوټ کينټ كښې کرسمس دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل حضرت عيسيٰ عليه السلام د صله رحمۍ،ورورولۍ …

سيالکوټ14 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي چې کرسمس تهوار په ټوله نړۍ كښې عقيدت او احترام سره لمانځلے كيږي۔ د حضرت عيسيٰ عليه السلام ي ولادت يوه معجزه ده،حضرت عيسيٰ عليه السلام تعليمات د انسانيت لپاره تر قيامت د لارې مشعل دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سيالکوټ کينټ كښې کرسمس دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل حضرت عيسيٰ عليه السلام د صله رحمۍ،ورورولۍ او شريك احترام درس وركړې او د كوم هم مذهب مننونكي د دې پيغام څخه انحراف نه كوي۔وفاقي وزير ووئيل زما لپاره دا يو اعزاز دے چې د مسيحي ورورولغ خوشحالو كښې ګډون كوم۔ده ووئيل مسيحي ورورولي چې كله هم ما له څه پروګرام كښې د ګډون كولو بلنه راكوي نو هلته ضرور ګډون كوم۔ده ووئيل زمنږ خاوره زمونږ تر ټولو لويه خپلولي ده،كوم چې موڼږ يو بل سره تړي۔نن څخه څو مياشتي وړاندې زمونږ وسله والو ځواكونو چې د كوم جرات او عزم مظاهره کړی،هغه د پاکستان د تاريخ يو روښانه باب دے۔دا هغه عظيم فتح ده په كوم چې نه يواځې مونږ نن فخر كوو بلكه سباؤن كښې نوي نسلونه به هم په دې فخر كوي۔

مزید خبریں