اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د آسټريليا په سډني ښار كښې په بونډي بيچ(ساحل) په رامخې ته شوې د ډزو پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي او ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د سډني …
صدر آصف علي زرداري په سډني كښې په ساحل د ډزو په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د آسټريليا په سډني ښار كښې په بونډي بيچ(ساحل) په رامخې ته شوې د ډزو پېښه كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي او ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د خالي په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د سډني په ساحل د ډزو په پېښه كښې مړو كسانو كورنيو سره د يووالي او ژوبل كسانو پشمول د پېښي په اړه د کارروائي په مهال ژوبل شوي پوليس اهلکارو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ له امله ځپلې شوې،دې ډول بريدونو سره ټولنو ته رسيدونكې دړد او تكليف څخه خبر يم۔ده د بے ګناه وګړو په ضد د تشدد په سختو ټكو كښې غندنه وكړه او په دې سخت وخت كښې ئې د آسټريليا حکومت او اولس سره د بشپړه يووالي څرګندوني سره د ترهه ګرۍ د ټولو صورتونو په ضد د پاکستان د اصولي مؤقف پخلے وكړو۔










