لاهور 14 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان وئيلي چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د سفارتي کاميابيو مزل روان دے،د هېواد سلامتيا او قومي ادارو په ضد ډنډوري كونكو په احتساب کولې شي،صحت منده ټولني لپاره د تعليم سره سره د لوبو هلو ځلو ته اړتيا ده-د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ 13م انټر سکول جمناسټك …
صحت مند ټولني لپاره تعليم سره سره د لوبو هلو ځلو ته اړتيا ده۔رانا مشهود احمد خان
لاهور 14 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان وئيلي چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د سفارتي کاميابيو مزل روان دے،د هېواد سلامتيا او قومي ادارو په ضد ډنډوري كونكو په احتساب کولې شي،صحت منده ټولني لپاره د تعليم سره سره د لوبو هلو ځلو ته اړتيا ده-د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ 13م انټر سکول جمناسټك چيمپئن شپ دستوري ته وينا كښې وكړه-ده ووئيل صحت منده ټولني لپاره تعليم سره سره لوبو هلو ځلو ته اړتيا ده،بچي د صحت منده هلو ځلو پلو راوستل د ټولني او حکومت ذمه واري ده،د كوم لپاره به چې ټول وسائل كارولې شي-ده ووئيل راروان كال په هېواد كښې وړومبې يوتھ ګيمز كيږي،خواهش لرو چې 2028 ګيمز كښې د پاکستان د اړخه ګڼ شمير د ارشد نديم په شان لوبغاړي رامخې ته شي-ده ووئيل د پاکستان د پرمختګ بيا بيا مخنيوي هڅي شوي، 2017 كښې جمهوري حکومت خاتمه کولو سره په يو كوچني كيس كښې محمد نواز شريف نااهل کړې شوي، پاتي کسر اناړي حکومت پوره كړې او هېواد ئې ديواليه كيدو ته رسولې،مونږ نه يواځې هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كرې بلكه هېواد معاشي قوت جوړولو لپاره شپه روځ هڅي كوو،اوس به چا له هم د دپرمختګ د لارې نيولو اجازه نه شي وركولې-رانا مشهود احمد خان ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د سفارتي کاميابيو مزل روان دے،د هېواد معيشت هم په سم پلو روان دے،نړۍ كښې پاکستان ته د عزت و تکريم په سترګه كتلې شي،د تيارو مزل ختم شوے،هېواد د رڼاګانو او پرمختګ پلو روان دے،اولس ته به نور زيري هم ترلاسه كيږي۔











