بغداد 14 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس د عراق دورے په مهال د ملګرو ملتونو د اړخه جنګ ځپلي د عراق وګړو لپاره 2003 كښې د جوړ شوې امدادي ادارے’’يو اين اے اېم آئي‘‘ ختمولو اعلان كړې دے۔العربيه له مخې دا اداره د امريکي بريد په مهال بے كوره شويو عراق وګړو سنبھالولو لپاره د سهولت کارۍ په غرض سره جوړه شوې وه كوم …
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس د عراق دوره، جنګ عراق وګړو لپاره 2003 كښې د جوړ شوې امدادي ادارے ختمولو اعلان
بغداد 14 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتريس د عراق دورے په مهال د ملګرو ملتونو د اړخه جنګ ځپلي د عراق وګړو لپاره 2003 كښې د جوړ شوې امدادي ادارے’’يو اين اے اېم آئي‘‘ ختمولو اعلان كړې دے۔العربيه له مخې دا اداره د امريکي بريد په مهال بے كوره شويو عراق وګړو سنبھالولو لپاره د سهولت کارۍ په غرض سره جوړه شوې وه كوم ته چې د عراق لپاره د ملګرو ملتونو مشن نامه وركړې شوې وه ۔ اوس په كال 2025 كښې سلامتي کونسل د دې امدادي مشن خاتمے لپاره د ووټنګ د لارې پريكړه كړې،د دې امدادي ادارے بندولو خواست عراق كړې ؤ۔د عراق نګراں وزيراعظم محمد شيعه السوډاني د جنګ په مهال د ملګرو ملتونو سهولت کارۍ هڅه ستائلو سره وئيلي چې زمونږ هېواد په ټوله سيمه كښې د ملګرو ملتونو مشن کار ته د قدر په سترګه ګوري،دې امدادي مشن تر څو كاله جنګ سره مخ شوي اولس مرسته كړي،اوس د دې امدادي مشن خاتمه دا څرګندوي چې عراق په بشپړه ډول خود انحصاري ترلاسه كړي۔










