لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې قائد محمد نواز شريف د جديد پاکستان معمار دې،د هېواد په ګوټ ګوټ كښې د پرمختيائي كارونو كريډټ نواز شريف ته ترلاسه دے، پي ټي آئي کردار کشي او كركي سياست ته وده وركوي،د بدلون غږ پورته كولو سره هېواد تباهۍ پلو رسولې،وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ …
نواز شريف د جديد پاکستان معمار دې،د هېواد په ګوټ ګوټ كښې د پرمختيائي كارونو كريډټ نواز شريف ته ترلاسه دے۔عطا الله تارړ
لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې قائد محمد نواز شريف د جديد پاکستان معمار دې،د هېواد په ګوټ ګوټ كښې د پرمختيائي كارونو كريډټ نواز شريف ته ترلاسه دے، پي ټي آئي کردار کشي او كركي سياست ته وده وركوي،د بدلون غږ پورته كولو سره هېواد تباهۍ پلو رسولې،وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان شوې،چا له به هم مزل كښې د خنډانو راولاړولو اجازه نه شي وركولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ لاهور پرېس کلب كښې سينئر خبريال محمد نواز رضا د کتاب مرد آهن محمد نواز شريف د مخ كتني دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال، د غدائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين، مجيب الرحمن شامي، ارشد انصاري، سجاد مير، نويد چوهدري، حامد ډوګر، رانا کوثر، رحمان بھټه، امير العظيم سلمان غني، عابد تهامي او نور هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل صحافت او خبريالانو سره پخوانې تعلق لرم،دا زما خوش قسمتي ده چې زه نن د هغه سينئر خبريالانو سره موجود يم كومو چې د خپل قلم د لارې د پاکستان خدمت کړې دے۔ده پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د کتاب مصنف محمد نواز رضا، ارواښاد عرفان صديقي، خواجه فاروق سعيد ارواښاد، ډاکټر اجمل نيازي صحافتي کيريئر په څور لسيزو مشتمل دے،هغوي مثبت صحافت وده كښې كردار ترسره كړې۔ده ووئيل قائد محمد نواز شريف د جديد پاکستان معمار دے،اولس له ريليف وركول د محمد نواز شريف نصب العين دے، كه د هېواد پرمختګ خبره وي يا د معاشي بحالۍ، تاريخ مونږ ته ښائي چې قائد محمد نواز شريف او د هغه كورنۍ هېواد كښې معاشي اصلاحات معارفي كړي،په ټولو منصوبو د محمد نوازشريف مهر لګيدلې دے۔ده ووئيل د محمد نواز شريف د كورنۍ د اولسي خذمت دا مزل به روان وي، د قائد پلار د 60 او 70 په لسيزه كښې د اسياﺀ تر ټولو لوئ سټيل فيکټري لګولې او هغه دور كښې د هېواد صنعتي پرمختګ ته وده ترلاسه شوي،1985 نه پس د پرمختګ او خذمت دور پېل شوے،زه چې چرته هم ځم په ټولو پرمختيائي منصوبو د معمار پاکستان محمد نوازشريف مهر لګيدلې۔وفاقي وزير ووئيل محمد نواز شريف په هېواد كښې د وضع دارۍ او روادارغ سياست ته وده وركړي، 2013 په ټاكنو كښې باني پي ټي آئي کرين څخه راپريوتو سره ژوبل شو نو محمد نواز شريف د همدردۍ څرګندوني په توګه ټولي جلسے منسوخ کړی،روغتون ته تللو سره د باني پي ټي آئي تپوس پوښتنه ئې وكړه۔هغه په سياست کښې وضع دارۍ ته وده وركړي دغسې بل پلو يوي انتشاري ډلي د کردار کشۍ او كركي سياست ته وده وركړي،ځوانان بے لاري كولو هڅه ئې كړي،د ځوانانو ذهنونه ئې خراب كړي، پي ټي آئي هېواد او معيشت ته لوئ زيان رسولې۔ده ووئيل سياسي مخالفت به وړاندې هم وو خو سياسي مخالفت كښې چا هم آئي ايم ايف ته خط نه دې ليكلې چې مرسته دې ونه كړې شي،چا هم د دې خواهش څرګندونه نه ده كړي چې هېواد ډيفالټ شي۔ عطا الله تارړ ووئيل د كركي او تقسيم سياست کونكو 12 كلونو كښې خېبر پښتونخوا تباه کړې۔ وفاقي وزير ووئيل 12 كلونو كښې په خېبر پښتونخوا كښې يو هم د پي کے ايل آئي په شان روغتون نه دې جوړ شوې،هغوي سره خپلي کارکردګۍ لپاره څه هم نشته۔ده ووئيل قائد محمد نواز شريف او وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد د پرمختګ پلو روان كړې،د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معيشت ته استحکام ترلاسه شوې ، معاشي اشاريے ښې شوي،نن نړيوالي ادارے د هېواد د معيشت كښې د ښه والي اعتراف کوي۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښې د پرمختك دا مزل به روان وي او چا له به هم په دې مزل كښې د خنډانو راولاړولو اجازه نه شي وركولې۔ آخر كښې وفاقي وزير عطار الله تارړ د شعر سره د خپل خطاب اختتام وكړو۔











