حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سره عقيدت زمونږ د ايمان برخه ده۔سيد يوسف رضا ګيلاني

ملتان 13 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي خواهش لرو چې ټوله نړۍ كښې د حضور پاك صليٰ الله عليه وآله وسلم ولادت با سعادت جشن ولمانځلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سياسي لارښود مهر ارشاد احمد خان سيال کور موضع ټھټھه سيالاں مظفر ګړھ كښې كلن ميلاد النبي کنفرنس په موقع وكړه۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل حضرت محمد صلي الله عليه وسلم …

ملتان 13 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي خواهش لرو چې ټوله نړۍ كښې د حضور پاك صليٰ الله عليه وآله وسلم ولادت با سعادت جشن ولمانځلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سياسي لارښود مهر ارشاد احمد خان سيال کور موضع ټھټھه سيالاں مظفر ګړھ كښې كلن ميلاد النبي کنفرنس په موقع وكړه۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سره عقيدت زمونږ د ايمان برخه ده هغه آخري نبي دے او هغه نه پس به كووم بل نبي نه راځي۔ده ووئيل شهيدذوالفقار علي بھټو قاديانان غير مسلمه ګرځولو سره مسلمانانو زړونه ګټلي،د هغه دغه عمل به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل مونږ څو سوه كلونو راهسې د نبي پاك د ميلاد جشن لمانځو او دا جشن به سباؤن كښې هم لمانځلے شي۔د کنفرنس په آخر د سېنېټ چئيرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د مسلمانانو سوكالۍ او هېواد پرمختګ لپاره اجتماعي دعا وكړه۔دې نه پس سيد يوسف رضا ګيلاني د غلاف خانه کعبه،نعلين مبارك ،قنديل خانه کعبه او روضه رسول او نورو پاكو نوادرات زيارت وكړو۔كلن ميلاد کنفرنس كښې د ګولړه شريف سجاده نشين پير قطب الحق ګيلاني،د قومي اسمبلۍ غړي نواب افتخار احمد خان،پخواني ايم اين اے رضا رباني کھر، ،سياسي و سماجي شخصيات ،علماﺀ كرامو ،نعت خوان حضرات او د سيمي مشرانو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔

مزید خبریں