لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکمانستان دورے نه پس هېواد ته رارسيدلے دے۔وزيراعظم د ترکمانستان دوه ورځنۍ سركاري دورے په مهال د ترکمانستان 30 كلن مستقل غير جانبدارۍ سالګرے په موقع اشك آباد كښې ګډون او فورم ته خطاب کړې۔دې څخه وړاندې هغه د نړيوالو لارښودو سره د غير جانبدارۍ يادګار دوره هم كړې او په يادګار ئې د ګلونو څادر غوړولې۔ وزيراعظم د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکمانستان دورے نه پس هېواد ته راورسيد
لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکمانستان دورے نه پس هېواد ته رارسيدلے دے۔وزيراعظم د ترکمانستان دوه ورځنۍ سركاري دورے په مهال د ترکمانستان 30 كلن مستقل غير جانبدارۍ سالګرے په موقع اشك آباد كښې ګډون او فورم ته خطاب کړې۔دې څخه وړاندې هغه د نړيوالو لارښودو سره د غير جانبدارۍ يادګار دوره هم كړې او په يادګار ئې د ګلونو څادر غوړولې۔ وزيراعظم د خپلې دورے په مهال د تركيه صدر رجب طيب اردوان، اسلامي جمهوريه ايران صدر مسعود پيژشکيان او ترکمانستان صدر سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كړي۔دې نه علاوه هغه د روس صدر پيوټن ، تاجکستان صدر امام علي رحمان ، کرغزستان صدر صادر جپاروف پشمول نړيوالو لارښودو سره غير رسمي ملاقاتونه هم كړي۔











