ځوان نسل كښې ديانت او سپيځلتيا ته وده وركول د وخت ضرورت دے۔وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده

ملتان 12دسمبر(اے پی پی)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده وئېلي دي مونږ له به خپل ځوان نسل كښې ديانت٬سپيځلتيا او سماجي ذمه وارو پشان مثبت رجحانات ته ودې وركولو لپاره بشپړ كردار تر سره كول وي۔ځوانان د سماجي تېر وتنو څخه بچ كولو او د بدعنوانۍ په ضد موثر شعور پېدا كولو ضرورت د وړاندې نه زيات مهم شوے دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نيب او …

ملتان 12دسمبر(اے پی پی)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده وئېلي دي مونږ له به خپل ځوان نسل كښې ديانت٬سپيځلتيا او سماجي ذمه وارو پشان مثبت رجحانات ته ودې وركولو لپاره بشپړ كردار تر سره كول وي۔ځوانان د سماجي تېر وتنو څخه بچ كولو او د بدعنوانۍ په ضد موثر شعور پېدا كولو ضرورت د وړاندې نه زيات مهم شوے دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نيب او تعليم محكمې تر سيوري لاندې سوئېلي پنجاب كښې د بدعنوانۍ مخ نيوي په اړه خبرتيا او د اخلاقي تربيت ودې لپاره زده كوونكو ترمينځه د تقرير او مضمون ليكلو مقابلو پھ اړه دستورې ته خپل خطاب كښې كړی۔وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده مقابلې په كاميابې كولو د سوئېلي پنجاب پبللك انسټركشنز سيكنډري ايجوكېشن ډائرېكټرې زاهده بتول ته د ښه خذمات په اعتراف شيلډ وركړو۔ده ووئيل نيب او د تعليم محكمې افسرانو زده كوونكو لپاره يو مثبت٬تعليمي او اخلاقي هلو ځلو اهتمام كړے كومو څخه چې په ځوانانو كښې په سم لوري تللو له خبرتيا پېدا شي۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې بدعنواني د كومې هم ټولنې پرمختګ كښې خنډ جوړېږي او ځوان كل د دې زيان څخه خبرول قامي ذمه واري ده۔

مزید خبریں