د كلي معيشت استحكام برقرار ساتل او دا په سرمايه كارۍ او برآمدات اډانه لرونكې نمو بدلول ضروري دے: د خزانې وزير اورنګزیب د سټينډرډ چارټرډ بنك پاكستان پلاوي سره خبرې

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب وئيلي دي د كلي معيشت استحكام په ځاے ساتل او دا په سرمايه كارۍ او برآمدات اډانه لرونكې نمو بدلول ضروري دے۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ دلته د سټېنډرډ چارټرډ بنک پاکستان بورډ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د بورډ چيئرمېن اورسینئراېګزېکټو آفیسر کرسټوفر پارسنز كوله۔ پلاوي وفاقي وزير ته ووئيل شول بورډ ډېره موده …

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب وئيلي دي د كلي معيشت استحكام په ځاے ساتل او دا په سرمايه كارۍ او برآمدات اډانه لرونكې نمو بدلول ضروري دے۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ دلته د سټېنډرډ چارټرډ بنک پاکستان بورډ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د بورډ چيئرمېن اورسینئراېګزېکټو آفیسر کرسټوفر پارسنز كوله۔ پلاوي وفاقي وزير ته ووئيل شول بورډ ډېره موده پس په اسلام آباد كښی غونډه كوي۔ ده د نړيوالو مالياتي ادارو او بازارونو ګډون كوؤنكو سره د خپلو وروستيو ملاقاتونو مثبت فیډبېک شېئر كړو په كوم كښې چې د پاكستان د ښه شوي معاشي صورتحال ستائنه وشوه۔ وفاقي وزير د پلاوي هركلي كولو سره پاكستان لپاره په خاص توګه نړيوال مالياتي فنډ سره د توسيعي فنډ سهولت لپاره د خبرو په مهال د سټېنډرډ چارټرډ بنك پرله پسې ملاتړ وستائېلو۔ ده پلاوې د حكومت د اصلاحاتي ترجيحات په اړه هم خبر كړو۔ ده ووئيل د كلي معيشت استحكام په ځاے ساتل او دا په سرمايه كارۍ او برآمدات اډانه لرونكي نمو بدلول ضروري دے۔ په ملاقات كښې فريقېنو د پاكستان د اصلاحاتي تسلسل په برقرار ساتلو ٬ د سرمايه كارو د باور په زياتولو او تلپاتې معاشي پرمختګ ته ودې وركولو له د نزدې رابطې په روانې ساتلو اتفاق وكړو۔

مزید خبریں