غزه كښې كوم هم جغرافيائي يا آبادياتي بدلون مسترد كوو ٬ د مصر خارجه وزير

قاهره۔ 12 دسمبر (اے پي پي) د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي واضحه كړې ده چې مصر هر هغه هڅه په سختۍ سره مسترد كوي د كومې مقصد چې د فلسطنيانو بے دخله كول يا د غزه پټۍ جغرافيائي يا آبادياتي حېثيت بدلول وي۔ د العربيه تر مخه دا خبره هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش سره په ټېلې فون وكړه۔ هغه د ملګرو ملتونو مشر …

قاهره۔ 12 دسمبر (اے پي پي) د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي واضحه كړې ده چې مصر هر هغه هڅه په سختۍ سره مسترد كوي د كومې مقصد چې د فلسطنيانو بے دخله كول يا د غزه پټۍ جغرافيائي يا آبادياتي حېثيت بدلول وي۔ د العربيه تر مخه دا خبره هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش سره په ټېلې فون وكړه۔ هغه د ملګرو ملتونو مشر سره د غزه په صورتحال ٬ غزه كښې د جنګ بندۍ استحكام او د نړيوالو سفارتي هلو ځلو په اړه خبرې وكړې۔ د مصر خارجه وزارت وياند تميم خلاف تر مخه خارجه وزير د غزه جنګ بندۍ برقرار ساتلو ٬ د سلامتي كونسل په قرارداد 2803 عمل درآمد او د انساني مرستې د كوم خنډ نه غېر وركړې زور راوړو۔