د پاكستان او برتانيې ترمينځه د پرمختيائي خبرو اترو نوے پړاؤ ٬تجارت٬سرمايه كارۍ٬ماحوليات او سماجي څانګو كښې د مرستې زياتولو ته اتفاق

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی)د پاكستان او برتانيې ترمينځه 8 كاله پس د پرمختيائي خبرو اترو نوے پراؤ په اسلام آباد كښې پېل شو چې پكښې دواړو هېوادونو تجارت٬سرمايه كارۍ٬ماحوليات او سماجي څانګو كښې مرستې لا زياتولو ته اتفاق وكړو ۔اعلٰی كچ خبرو كښې مهم اقتصادي او د پرمختيائي چارو پېشرفت رامخې ته شو كوم چې د پاكستان د معاشي بحالۍ او نړيوال باور زياتولو علامت ګرځولے كېږي۔د خبرو په مهال …

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی)د پاكستان او برتانيې ترمينځه 8 كاله پس د پرمختيائي خبرو اترو نوے پراؤ په اسلام آباد كښې پېل شو چې پكښې دواړو هېوادونو تجارت٬سرمايه كارۍ٬ماحوليات او سماجي څانګو كښې مرستې لا زياتولو ته اتفاق وكړو ۔اعلٰی كچ خبرو كښې مهم اقتصادي او د پرمختيائي چارو پېشرفت رامخې ته شو كوم چې د پاكستان د معاشي بحالۍ او نړيوال باور زياتولو علامت ګرځولے كېږي۔د خبرو په مهال د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب او د برتانيې پرمختيائي چارو وزير بيرونيس چيپ مين ترمينځه تفصيلي ملاقات وشو ۔دواړو لارښودو د ايس آئي ايف سي هڅې ستائېلو سره ووئېل د دې فورم د لارې د پاكستان او برتانيې ترمينځه معاشي مرسته كښې ځانګړے ښه والے راغلے دے۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان كښې 200 نه زياتې د برتانيې كمپنۍ كار كوي كومو څخه چې د دوه اړخيزه تجارت حجم 5.5 بلين پاؤنډ څخه زيات شوے دے ۔ده ووئيل سرمايه كارۍ كښې پرله پسې اضافه په نړيواله كچه په پاكستان كښې د زيات شوي باور ثبوت دے۔د خبرو په مهال د روغتيا٬تعليم٬آبادۍ او ماحولياتي استحكام په څانګو كښې د شريكې سرمايه كارۍ په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او د ماحوليات او قدرتي وسائلو موثر استعمال لپاره د “ګرين کومپیکټ پروګرام”رسمي پرانسته وكړه كومه به چې د ګرين ټېكنالوجيز مرستې ته لا پراختيا وركړي۔بيرونيس چيپ مين او د تعليم وزير خالد مقبول صديقي “پاك-يو كے د ايجوكېشن ګيټ وے”راتلونكې پړاؤ پرانسته هم وكړه چې له مخې يې سټارټ اپ فنډز٬آن لائن لرننګ پروګرامز او تعليمي موقعو كښې اضافه شامل ده۔ دې اقدام څخه به د دواړو هېوادونو تعليمي ادارو ترمينځه شراكتداري لا قوي شي۔پوهانو له مخې مهم پرمختيائي پېشرفت نه يوازې د پاكستان معيشت كښې استحكام راولي بلكې د بهرنۍ سرمايه كارۍ نوې لارې هم پرانځي كومو څخه به چې سباؤن كښې د پاكستان او برتانيې اړيكې لا قوي شي

مزید خبریں