د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري سره د برتانيې وزير مملكت بيرونس چيپ مين ملاقات٬ په پاك –برطانيه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري سره د برتانيې وزير مملكت) د نړيوال پرمختګ او افريقه)برونس چيپ مين آف ډارلنګټن د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاك-برتانيه اړيكو او شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې امنيت او د دوه اړخيزه مرستې قوي كولو ته خاص پام لرنه وشوه ۔دواړو لارښودو ترمينځه- د اپ سكيل پروګرام- …

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري سره د برتانيې وزير مملكت) د نړيوال پرمختګ او افريقه)برونس چيپ مين آف ډارلنګټن د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاك-برتانيه اړيكو او شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې امنيت او د دوه اړخيزه مرستې قوي كولو ته خاص پام لرنه وشوه ۔دواړو لارښودو ترمينځه- د اپ سكيل پروګرام- له مخې د سنګينو جرائمو د مخ نيوي طريقه كار موثره كولو سره سره د افغان وګړو برتانيې ته په منتقلۍ چارو هم مهمې خبرې وشوې۔دواړو وزيرانو د سيمه ايز امنيت په صورتحال په خاص توګه د افغانستان په چارو او برتانيې ته د حوالګۍ په درخواستونو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔برونس چيپ مين آف ډارلنګټن د برتانيې او پاكستان ترمينځه د اميګريشن مرستې ښه والي لپاره د پاكستان لخوا شوي اقدامات وستائېل۔وزير مملكت طلال چوهدري د دې عزم پخلے وكړو چې د اپ سكيل پروګرام د لارې به د لويو جرائمو مخ نيوے او د سكيورټي مرسته لا موثره كولې شي۔دا ملاقات به د پاكستان او برتانيې ترمينځه د امنيت٬قانوني مرستې او شريك پرمختګ په څانګو كښې د اړيكو لا مستحكمولو اهميت رامخې ته كړې

مزید خبریں