اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان وئېلي دي حكومت ځوانانو ته د پرمختګ يو ډول موقعې وركولو لپاره بشپړ اقدامات كوي۔يوې مهمې دستورې ته خطاب كولو كښې ده ووئيل ځوانان خپلواكه جوړول د موجوده حكومت وړومبې پام لرنه ده۔چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني په هېواد كښې د سرمايه كارۍ خواهش لري كومې څخه چې به نه يوازې اقتصادي …
حكومت ځوانانو ته د پرمختګ يو ډول موقعې وركولو لپاره اقدامات كوي۔رانا مشهود احمد خان
اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان وئېلي دي حكومت ځوانانو ته د پرمختګ يو ډول موقعې وركولو لپاره بشپړ اقدامات كوي۔يوې مهمې دستورې ته خطاب كولو كښې ده ووئيل ځوانان خپلواكه جوړول د موجوده حكومت وړومبې پام لرنه ده۔چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني په هېواد كښې د سرمايه كارۍ خواهش لري كومې څخه چې به نه يوازې اقتصادي هلې ځلې زياتې شي بلكې ځوانانو لپاره د روزګار او تربيت موقعې به هم راپېدا شي۔په خپل خطاب كښې ده ووئيل ټي آئي ايف فاؤنډيشن لاهور د ټول هېواد زده كوونكو لپاره 17 لكه كروم بكس وركوي٬ دې اقدام څخه به آن لائن لرننګ نظام كښې ښه والے راشي او زده كوونكي به د جديد ډيجيټل وسائلو څخه مستفيد شي۔چيئرمېن په دې خبره زور راوړو چې د ډيجيټل تعليم ودې لپاره دا كروم بسك پروګرام ډېر د اهميت وړ دے۔رانا مشهود احمد خان اعلان وكړو چې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان زده كوونكې به هم كروم بكس پروګرام كښې شاملولې شي دغسې چې د ټول پاكستان ځوانان يو ډول تعليمي آسانيو څخه ګټه پورته كړي












