ګوانګزو( چین)۔12دسمبر(اے پی پی) په قونصلېټ جنرل آف پاکستان (چین) كښې د تجارت او سرمايه كارۍ پاكستاني قونصلر ايم عمران د جمعې په ورځ د چين په شين زن ښار كښې د لونګ هوا انټرنيشنل سېنټر (اېل آئي سي سي) دوره وكړه۔ د سېنټر ډائرېكټر او د انټرنېشنل كوآپرېشن سېنټر مشر ګو زيو (زيويئر ګوئي) قونصل اېم عمران ته هركلے اووې۔ په دې موقع رابللې شوې غونډه كښې اقتصادي او …
پاكستاني قونصلر ايم عمران د لونګ هوا انټرنيشنل سينټر دوره ٬ پاکستان چائنا جوائنټ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری لاهور ته د سینټر غړيتوب وركولو دستوره كښې ګډون
ګوانګزو( چین)۔12دسمبر(اے پی پی) په قونصلېټ جنرل آف پاکستان (چین) كښې د تجارت او سرمايه كارۍ پاكستاني قونصلر ايم عمران د جمعې په ورځ د چين په شين زن ښار كښې د لونګ هوا انټرنيشنل سېنټر (اېل آئي سي سي) دوره وكړه۔ د سېنټر ډائرېكټر او د انټرنېشنل كوآپرېشن سېنټر مشر ګو زيو (زيويئر ګوئي) قونصل اېم عمران ته هركلے اووې۔ په دې موقع رابللې شوې غونډه كښې اقتصادي او تجارتي اړيكو سره د اړوندو سركاري محكمو استازي هم موجود وو۔ د دې غونډې اهتمام پاکستان چائنا جوائنټ چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری (پی سي جے سي سي آئی)لاهور ته د لونګ هوا انټرنېشنل کوآپرېشن سېنټر غړېتوب وركولو په لړ كښې شوے ؤ۔ قونصلر عمران ته د اېل آئی سي سي آپرېشنز په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ده يو شمېر هېوادونو سره د اېل آئی سي سي مرسته وستائېله۔ ده چينائي كاروباري ادارو لپاره پاكستان كښې د تجارت او سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دا خبره د يادونې وړ ده پاکستان چائنا جوائنټ چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری، د اولسي جمهوريه چين حكومت لخوا دا ډول د بزنس ټو بزنس مرستې غړے جوړېدونكے د پاكستان اولنے تنظيم دے












