اسلام آباد۔12دسمبر (اے پي پي) د افغان طالبانو د اقتدار په څلورو كالو تر سره كېدو نړيوالې ورورولۍ افغانستان كښې د روانو بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزیو، په مېرمنو بندېزونو او د بنیادي آزادۍ په پرله پسې پامالۍ سخته اندېښنه او د غم و خشم څرګندونه كړې ده ۔ د افغان میډیا آماج نیوز تر مخه 56 هېوادونو شريك بيان كښې د طالب حکومت لاندې د مېرمنو او د …
د افغان طالبانو په حکومت كښې د بشري حقونو سنګینې خلاف ورزۍ ، د نړيوالې ورورولۍ سخت غبرګون
اسلام آباد۔12دسمبر (اے پي پي) د افغان طالبانو د اقتدار په څلورو كالو تر سره كېدو نړيوالې ورورولۍ افغانستان كښې د روانو بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزیو، په مېرمنو بندېزونو او د بنیادي آزادۍ په پرله پسې پامالۍ سخته اندېښنه او د غم و خشم څرګندونه كړې ده ۔ د افغان میډیا آماج نیوز تر مخه 56 هېوادونو شريك بيان كښې د طالب حکومت لاندې د مېرمنو او د انجونو سره د امتیازي سلوک، په تعلیم او روزګار بندېزونه او د اولسي ژوند نه د خارج کولو سخته غندنه كړې ده ۔شريك بیان كښې ووئېل شول د افغان مېرمنو تعلیم، ملازمت او تګ راتګ باندې بندېزونه د بشري وقار، نړيوالو اصولو او د بنیادي حقونو بيخي خلاف دي ۔ د ملګرو ملتونو د سیکرټري جنرل د افغانستان لپاره نائب خاص استازې جیورګیټا ګیګنن ووئېل د طالب واكمني مېرمنې په منظم ډول د معاشرتي ، سیاسي او اولسي څانګو نه بهر کوي ٬ د انجونو په ثانوي او اعلې تعليم د بندېزونو څلور كاله كېدونكې دي ۔ د ملګرو ملتونو معاون سیکرټري جنرل ټام فلیچر په افغانستان كښې د لوږې او غربت د سنګین حالت په ګوته كولو سره ووئېل هېواد كښې د لوږې نه د ځپلو شمېره يو کروړ 74 لاکھه ته رسېدلې كومه چې د شدید انساني بحران علامت ده ۔ د سلووینیا استازي ټانجا فایون ووئېل د طالبانو په حکومت كښې د بحران حل له كومې سنجیدہ هڅې كېدونكې نه ښكارې ۔ د چین مستقل استازي فو کانګ د افغانستان صورتحال انساني بحران او د ترهه ګرۍ چیلنجز په توګه پیچلے او تشویشناک وګرځولو ۔ د کوریا استازي ووئېل د طالبانو سخت اقداماتو مېرمنې په ملګرو ملتونو او نړيوالو تنظیمونو كښې د كار نه منع كړي ٬ دا د انساني مرستې په لار كښې يو لوي خنډ دے ۔ د رويه استازي واسلی نیبنزیا ووئېل افغانستان كښې د بنیادي حقونو او د آزادۍ د احترام سمدستي ضرورت دے٬ دغسې د یونان استازي د مېرمنو، انجونو او د اقلیتونو صورتحال ډېر ” سنګین” وګرځولو ۔ د ډنمارک استازې کرسټینا مارکس لسن زور راوړو چې د طالبانو سره د نړيوالې كچې معاملات كښې د افغان مېرمنو حقونو ته مرکزي اهمیت دی وركړے شي ۔ د برطانیي استازي تر مخه د طالبانو د حكومت په څلورو كلونو كښې په مېرمنو جبر او بندېزونه د وړاندې نه څو چنده زيات شوي دي ۔ په ملګرو ملتونو كښې د پانامه استازې ایلوي الفارو ډي البا ووئېل نن افغان مېرمنې د ڼړۍ بد تر د بشري حقونو خلاف ورزیو سره مخ دي۔ د ایران استازي ووئېل د مېرمنو په تعلیم او په روزګار بندېزونه نه د اسلامي تعلیمات سره مطابقت لري او نه د انساني وقار سره ۔ د بیانانو تر مخه ڼړيوالې ورورولۍ په طالبانو سخت ټكونه كولو سره وئېلي دي د هغوي آمرانه پالیسیو افغانستان د شدید معاشي، سماجي او د بشري بحران پلو بوتللے دے ۔ بیانونو كښې په دې خبره زور راوړلے شوے چې مېرمنو ته د تعلیم، روزګار او بنیادي آزادیو نه په محرومولو طالبان نه يوازې د نړيوال قوانین خلاف ورزي کوي بلکې د هېواد سباون هم د خطر سره مخ كوي ۔ نړيوالو استازو ښكاره مؤقف اختیار کړے چې افغانستان كښې د بشري حقونو تحفظ، د مېرمنو شموليت او د بنیادۍ آزادۍ بحالۍ نه غیر د طالبانو په نړيواله كچه د تسلیمولو سوال هم نه پیدا كېږي ۔












