د وزيراعظم شهباز شريف ترك صدر رجب طيب ايردوان سره ملاقات ٬ د توان ٬ پټروليم او معدنيات په څانګه كښې د تركيه د خوښې لرلو او سرمايه كارۍ هركلے

اشک آباد۔ 12 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف تركيه سره د سیاسي ، توان، اقتصادي، دفاع او سرمایه كارۍ په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو عزم پخلي كولو سره د توان ٬ پټروليم او معدنيات په ترجيحي څانګه كښې د تركيه د خوښې لرلو او سرمايه كارۍ هركلے كړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د …

اشک آباد۔ 12 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف تركيه سره د سیاسي ، توان، اقتصادي، دفاع او سرمایه كارۍ په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو عزم پخلي كولو سره د توان ٬ پټروليم او معدنيات په ترجيحي څانګه كښې د تركيه د خوښې لرلو او سرمايه كارۍ هركلے كړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ترك صدر رجب طيب ايردوان سره په اشك آباد كښې د نړيوال فورم په موقع ملاقات وكړو په كوم كښې چې دواړو لارښودو د ترکیه او پاكستان ترمينځه د تاريخي او د ورورولۍ ژورو اړيكو د اهميت پخلے وكړو كومې چې په شريكو اقدارو او د امن او سوكالۍ په ګډ خواهش اډانه دي۔ وزيراعظم تركيه سره د سیاسی، توان، اقتصادي، دفاع او سرمایه كارۍ په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم د پاك ترك جے اېم سي د 16 مې غونډې په تابيا د اطمينان څرګندونه وكړه كومه به چې د 7مې اېچ اېل اېس سي سي په پرېكړو عملدرآمد باوري كړي۔ وزيراعظم د توان ٬ پټروليم او معدنيات په ترجيحي څانګه كښې د تركيه د خوښې لرلو او سرمايه كارۍ هركلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د بجلۍ د تقسيم كار كمپنيو په نجكارۍ كښې د تركيه تجربې څخه استفاده كولو له خوښي لري۔ د بيان له مخې په دې لړ كښې پرېكړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د وزارتي كچې تبادلې به ډېر زر وكړې شي۔ وزيراعظم د سيمه ايز تړون په اهميت زور راړو په كوم كښې چې د اسلام آباد-تهران-استنبول رېل نېټ ورك بحالي شامله ده۔ دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده د پاکستان او افغان طالبان حكومت ترمينځه خبرو كښې په مرسته كولو د تركيه د ګتور كردار مننه هم وكړه خو په دې خبره يۍ زور راوړو چې امن به هله ممكن شي كله چې د پاكستان سلامتيا سره اړوندې اندېښنې په بشپړه توګه لرې كړې شي۔ صدررجب طیب ایردوان د نېكو هيلو په څرګندونه د وزيراعظم مننې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه مضبوطې اړېكې په برقرار ساتلو له په ګډه كار كولو له خوښي ښكاره كړه۔

مزید خبریں