اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د تركيه بزنس پلاوي ملاقات كړے٬ په كوم كښې چې سرمايه كارۍ ٬ جوائنټ وينچرز او كاروباري آسانيو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په غونډه كښې د پی آئي ډي سي، سمېډا او انجینئرنګ ډیولپمنټ بورډ چیف اېګزېکټیوز په شمول د سركاري او نجي څانګې استازو ګډون وكړو۔ هارون اختر خان …
د هارون اختر خان ترك پلاوي سره ملاقات ٬ سرمايه كارۍ ٬ جوائنټ وينچرز او كاروباري آسانيو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د تركيه بزنس پلاوي ملاقات كړے٬ په كوم كښې چې سرمايه كارۍ ٬ جوائنټ وينچرز او كاروباري آسانيو ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په غونډه كښې د پی آئي ډي سي، سمېډا او انجینئرنګ ډیولپمنټ بورډ چیف اېګزېکټیوز په شمول د سركاري او نجي څانګې استازو ګډون وكړو۔ هارون اختر خان ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف وژن ورونړو هېوادونو سره معاشي اړيكې لاپياوړې كول دي۔ ده ووئيل دا مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت حجم نزدې يو ارب ډالر دے كوم چې 5 اربه ډالرو ته د رسولو صلاحيت موجود دے۔ ترك پلاوي ووئيل د اېل سي ډبليو په شمول يو شمېر ترك ټېکسټائل برانډز په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ پلاوي په اسلام آباد ٬ كراچۍ او لاهور كښې د ترك بېنكونو پرانستې خواست وكړو۔ په دې هارون پلاوي ته باور وركړو چې ترک سرمایه كارو لپاره به لېټر آف کرېډټ او بېنکنګ آسانۍ لا ښه كولې شي۔ هارون اختر خان ووئيل د پاكستان لېنډ لیز پالیسي بهرنيو سرمايه كارو لپاره موقعې رامخې ته كوي او د ترك سرمايه كارو آسانۍ لپاره خصوصي كمېټي هم جوړه كړې شوې۔ په ملاقات كښې دواړو هېوادونو په پراخه څانګو كښې په همكارۍ او ګډو منصوبو اتفاق وكړو












