روم۔12دسمبر(اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كچھي وئيلي دي د پاکستان لويه او پخوانۍ كلتوري ورثه په كومه كښې چې د موهنجو داړو او هړپه پخواني تهذيبونه شامل دي ٬ نړيوال ماحولياتي بحران سره مخ ده۔ ده په روم كښی د انټرنېشنل سېنټر فار دی اسټډی آف پریزروېشن اېنډ رېسټورېشن آف کلچرل پراپرټي (آئی سي سي آر او اېم) عمومي اسمبلۍ په موقع خصوصي …
د پاكستان لويه او پخوانۍ كلتوري ورثه د نړيوال ماحولياتي بحران سره مخ ده: د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي په روم كښې دستورې ته وينا
روم۔12دسمبر(اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كچھي وئيلي دي د پاکستان لويه او پخوانۍ كلتوري ورثه په كومه كښې چې د موهنجو داړو او هړپه پخواني تهذيبونه شامل دي ٬ نړيوال ماحولياتي بحران سره مخ ده۔ ده په روم كښی د انټرنېشنل سېنټر فار دی اسټډی آف پریزروېشن اېنډ رېسټورېشن آف کلچرل پراپرټي (آئی سي سي آر او اېم) عمومي اسمبلۍ په موقع خصوصي دستورې “کلچر–کلائمېټ نېکسس: دی مسنګ لنګ” ته خطاب كولو۔ د جمعې په ورځ د قامي ورثې او كلتور وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير په خپل خطاب كښې د پاكستان د لويې او پخوانۍ كلتوري ورثې په كومه كښې چې د موهنجو داړو او هړپه پخواني تهذیبونه ، د ټېکسلا او تختِ بھائی بدھ مت تاریخی ځايونه ٬ د لاهور شاهي قلعه او د شاليمار باغ په څير د مغل دور شاهكار او ژوندي مقامي كلتورونه شامل دي ذكر كولو سره ووئيل دا ټولې تاريخي اثاثې نن نړيوال ماحولياتي بحران سره مخ دي۔ ده ووئيل د كال 2022 تباهي كوونكو سېلابونو 750 څخه زياتو رجسټرډ كلتورو ځايونو ته زيان ورسولو په كومو كښې چې موهنجو داړو هم شامل ده۔ ده خبردارے وركړو چې د ګلېشيئرز تالابونو ناڅاپي شلېدو سره قراقرم هائی وے سره نزدې په كاڼو جوړ پخواني عكسونه او د ديامر بھاشا سيمې پټروګلفس هم خطرې سره مخ كېدې شي۔ دغسې د سمندر ساحل خوئېدو او د سمندر كښې زياتوالې د بن بھور او مکلی تاریخی مقبره هم اغېزمنه كوي۔ ده د نړيوال يووالي اپېل كولو سره ووئيل كلتوري ورثه دې د موسمیاتی بدلون مخنيوي په تګلارو كښې د يوې اسټرېټجک اثاثې په توګه شامله كړې شي۔ ده ځپلې كلتوري ورثې لپاره د لاس اېنډ ډېمېج فنډ لاندې د يو مخصوص مالياتي سېل جوړولو وړاندېز هم وركړو۔ وفاقی وزیر اورنګزېب خان کھچی 10 څخه تر 12 دسمبر 2025 د آئي سي سي آر او اېم عمومي اسمبلی كښې د پاكستان پلاوي مشري كوله












