اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د موسمياتي عملدرآمد په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي موسمياتي اقدامات اوس اختيار نه٬ د بقا تقاضا ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كينيا په پايه تخت نيروبي كښې راجوړې كړې د ملګرو ملتونو ماحولياتي اسمبلۍ (UNEA-7) 7مې غونډې ته خطاب په مهال كړی۔دا د نړيوالې كچې اعلٰی فورم٬يو مضبوط او …
موسمياتي اقدامات اوس د اختيار نه٬بقا تقاضا ده ۔د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير د ملګرو ملتونو د ماحولياتي اسمبلۍ 7مې غونډې ته وينا
اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د موسمياتي عملدرآمد په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي موسمياتي اقدامات اوس اختيار نه٬ د بقا تقاضا ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كينيا په پايه تخت نيروبي كښې راجوړې كړې د ملګرو ملتونو ماحولياتي اسمبلۍ (UNEA-7) 7مې غونډې ته خطاب په مهال كړی۔دا د نړيوالې كچې اعلٰی فورم٬يو مضبوط او لچكدار كره ارض لپاره د تل پاتي حل په پېشرفت”موضوع شوے چې پكښې د ملګرو ملتونو 193 غړو هېوادونو استازو سره د سول سوسائټۍ٬سائنسمدارو٬پرمختيائي ادارو او د نجي څانګو استازو هم ګډون كولو ۔په غونډه كښې په نړيوالو ماحولياتي پالېسو جوړولو٬ترجيحات ټاكلو او نړيوال ماحولياتي قوانين قوي كولو په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په غونډه كښې د موسمياتي لچك٬موافقت٬پائيدار پرمختګ او په سائنسي بنيادونو اډانه حل لپاره نړيوالې مرستې او د مالي معاونت په ضرورت زور راوړلے شو ۔ډاكټر مصدق ملك ووئېل فطرت د خپلو اصولو له مخې چليږي كه چرې مونږ دې سره ناانصافي وكړو نو فطرت متاثره كېږي نه خو د دې ناانصافۍ ټول زيان مونږ له ادا كول وي۔ډاكټر مصدق ملك مؤثر نړيوال حل لټولو ٬ د ګڼ اړخيزه ډلو ماحولياتي مرستې قوي كولو او پائيدار سباون پلو پېشرفت لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔












