د هېواد په كچه د زيتوان پېداوار څخه د اربونو روپو د درآمد مصرفونو بچ كېدې شي۔رانا تنوير حسين

اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئېلي دي د هېواد په كچه د زيتون پېداوار څخه د اربونو روپو درآمدي مصرفونه بچ كېدې شي۔ده د جمعې په ورځ 7 نېشنل اوليو ګالا كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو ۔په دې موقع د ټول هېواد څخه كروندګرو٬د كركيلې پوهانو٬ د تحقيقي ادارو استازو او د نجي څانګې ګډون كوونكو ادارو …

اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئېلي دي د هېواد په كچه د زيتون پېداوار څخه د اربونو روپو درآمدي مصرفونه بچ كېدې شي۔ده د جمعې په ورځ 7 نېشنل اوليو ګالا كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو ۔په دې موقع د ټول هېواد څخه كروندګرو٬د كركيلې پوهانو٬ د تحقيقي ادارو استازو او د نجي څانګې ګډون كوونكو ادارو په لويه شمېره ګډون كولو ۔دستورې ته وفاقي وزير ووئيل د پاكستان موسم د اعلٰی معيار زيتون لپاره ډېر ښه دے او خوشبينه خبره دا ده چې زيتون اوس يوه تجرباتي هڅه نه ده پاتي بلكې په تندۍ سره د رامخې ته شوي صنعت شكل يې اختيار كړے ۔رانا تنوير حسين ووئيل د زيتون څانګې څخه په ټول هېواد كښې په زرګونو كروندګرو ته نه يوازې ګټه تر لاسه كېږي بلكې روزګار هم ترلاسه كيږي ٬ دا ذريعه د معاش د موسمياتي بدلون په مقابله كښې هم زيات محفوظ دے۔ده دا باور څرګند كړو چې پاكستان منطقه كښې د زيتون كر٬پروسيسنګ او ويليو ايډېشن مهم مركز جوړولو بشپړ صلاحيت لري۔وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې د زيتون ودې څخه د خوراك تيل درآمد كښې كمے راوستلے شي او هم دې څخه معيشت كښې ښه اضافه ممكن ده۔ده ووئيل كروندګر زمونږ د ملا د تير حېثيت لري٬دوي ته به هر ممكن مرسته وركولې شي۔رانا تنوير حسين ووئيل د پاكستان اوليو هب جوړېدو سفر په تندۍ سره روان دے او حكومت دې سفر ته تقويت وركولو لپاره به ټول وسائل كاروي۔

مزید خبریں