دبئي 12دسمبر(اے پی پی)متحده عرب امارات كښې په وړومبۍ جنوري 2026 د نجي څانګې ملازمانو لپاره د رخصتۍ اعلان شوے دے۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې د متحده عرب امارات بشري وسائلو وزارت او د ايمريټائزېشن اعلان كړے چې د زيارت په ورځ په وړومبۍ جنوري 2026 په مهال به په ټول هېواد كښې د ټولو نجي څانګو ملازمانو له د نوې كال په راتګ د تنخاګانو سره رخصتي …
متحده عرب امارات كښې په وړومبۍ جنوري 2026 د نجي څانګې ملازمانو لپاره د رخصتۍ اعلان
دبئي 12دسمبر(اے پی پی)متحده عرب امارات كښې په وړومبۍ جنوري 2026 د نجي څانګې ملازمانو لپاره د رخصتۍ اعلان شوے دے۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې د متحده عرب امارات بشري وسائلو وزارت او د ايمريټائزېشن اعلان كړے چې د زيارت په ورځ په وړومبۍ جنوري 2026 په مهال به په ټول هېواد كښې د ټولو نجي څانګو ملازمانو له د نوې كال په راتګ د تنخاګانو سره رخصتي وركولې شي۔دا اعلان د وزارت لخوا جاري سركلر كښې شوے كوم چې د امارات وفاقي كابينې په پريكره عملدرآمد له جاري كړے ؤ چې پكښې سركاري او د نجي دواړو څانګو لپاره د سركاري رخصتۍ منظوري وركړی شوې وه ۔










