ټوکیو۔12دسمبر (اے پي پي) د جاپان قطبي ختيزه منطقه كښې د 6.7 شدت زلزلې جړقونه محسوس کړے شوي د كومو نه پس چې د هېواد مشرقي ساحل كښې د سونامي خبردارے جاري کړے شوے ۔ بي بي سي د جاپان میټرولوجیکل ایجنسۍ تر مخه ووئېل د جمعې په ورځ د راغلې زلزلې مرکز په زمكه كښې بس 20 کلومیټره ژور ؤ او د دغې نه پس څو وړې وړې زلزلې …
د جاپان قطبي ختيزه منطقه كښې د 6.7 شدت زلزله، د سونامي خبردارے جاري كړے شو
ټوکیو۔12دسمبر (اے پي پي) د جاپان قطبي ختيزه منطقه كښې د 6.7 شدت زلزلې جړقونه محسوس کړے شوي د كومو نه پس چې د هېواد مشرقي ساحل كښې د سونامي خبردارے جاري کړے شوے ۔ بي بي سي د جاپان میټرولوجیکل ایجنسۍ تر مخه ووئېل د جمعې په ورځ د راغلې زلزلې مرکز په زمكه كښې بس 20 کلومیټره ژور ؤ او د دغې نه پس څو وړې وړې زلزلې هم راغلې ۔ دا د جاپان قطبي ختيز منطقه كښې په يوه اوونۍ كښې دويمه لويه زلزله وه ۔روانه اوونۍ كښې په دې منطقه كښې د 7.5 شدت زلزله كښې په درځنونو كسان ژوبل شوي وو ۔ د جاپان ایمرجنسي وارننګ ایپ تر مخه موتسو ښار، آوموري پریفیکچر كښې نزدې 6,000 كسانو ته د انخلا نوټس جاري شوے دے۔










