د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان سره د یمن سفیر ملاقات، د تجارت او اقتصادي مرستې مضبوطولو لپاره عزم

اسلام آباد۔12دسمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان سره د یمن سفیر محمد مطهر الاشعبي د جمعې په ورځ ملاقات کړے دے ۔ د ملاقات په مهال د دوي تر مينځه د پاکستان او یمن تجارت او د اقتصادي مرستې مضبوطولو لپاره د عزم څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د یمن سفیر د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو او د تجارتي روابط زياتولو خوښي څرګنده كړه۔ د …

اسلام آباد۔12دسمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان سره د یمن سفیر محمد مطهر الاشعبي د جمعې په ورځ ملاقات کړے دے ۔ د ملاقات په مهال د دوي تر مينځه د پاکستان او یمن تجارت او د اقتصادي مرستې مضبوطولو لپاره د عزم څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د یمن سفیر د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو او د تجارتي روابط زياتولو خوښي څرګنده كړه۔ د یمن سفیر ووئېل نزدې 300 د یمن طلبه دا وخت پاکستان كښې تعلیم تر لاسه كوي كوم چې د دواړو هېوادونو د اولسي روابط واضحه مثال دے۔ هغه د یمن د اړخه د لوظ نامو فعاله كولو او ادارہ جاتي مرستې په زياتولو زور راوړو ۔ ملاقات كښې جام کمال خان د منطقې نزدې هېوادونو سره د تجارت زياتولو لپاره حکومتي عزم رامخې ته كړو ۔ ده ووئېل د وړو جهازونو او په فیري اډاڼه د کم لګښت راتلونكې شپنګ سروسز په پېل كولو غور كوو چې ورسره به د سيمه ايز تجارت خرڅونو كښې کمے راشي ۔د تجارت وزير ووئېل د پاکستان ایس ایم ایز یمن، صومالیه ، ایتھوپیا او عمان غوندې د نزدې هېوادونو بازارونو څخه ګته پورته كولې شي ۔ دغسې دواړو هېوادونو ادارہ جاتي مرستې ته په وده او رابطه سازي زياتولو ته مکمل اتفاق وكړے شو ۔

مزید خبریں