تاشقند كښې د تاریخي کتاب د مخ كتنې دستوره ، د پاکستان او ازبکستان د ورورولۍ اړيكو يوه قوي څرګندونه

اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پي) د ازبکستان نیشنل لائبریري په ’’سینټر فار انلائټنمنټ‘‘ كښې يوه مهمه ادبي و سفارتي دستوره وشوه چې پكښې د نامتو پاكستاني ليكوال محمد عباس خان تصنیف “Uzbekistan: The Third Renaissance – The Concept of the Future” د مخ كتنې دستوره وشوه۔ د وزارت نه جاري پریس ریلیز تر مخه د دستورې نظامت سینیټر عزیزمت زیو، ډائریکټر انسټیټیوټ آف هسټري، اکیډمي آف سائنسز آف ازبکستان وكړو …

اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پي) د ازبکستان نیشنل لائبریري په ’’سینټر فار انلائټنمنټ‘‘ كښې يوه مهمه ادبي و سفارتي دستوره وشوه چې پكښې د نامتو پاكستاني ليكوال محمد عباس خان تصنیف “Uzbekistan: The Third Renaissance – The Concept of the Future” د مخ كتنې دستوره وشوه۔ د وزارت نه جاري پریس ریلیز تر مخه د دستورې نظامت سینیټر عزیزمت زیو، ډائریکټر انسټیټیوټ آف هسټري، اکیډمي آف سائنسز آف ازبکستان وكړو ۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو اعلیٰ استازو خطاب وكړو او د صدر شوکت مرزیایوف وژنري قیادت ته يې پېرزوئنې وړاندې كړې د چا په رهنمائي كښې چې د نوي ازبکستان تصور معیشت، سائنس، جدت او د بین الاقوامي اړيكو جامع اصلاحاتي عمل د حقیقت شكل اختياروي ۔ د پاکستان وزیراعظم د تجارت او صنعت صلاحكار رانا احسان افضل خان په “شوکت مرزیایوف — د نوي ازبکستان باني او د نړيوالو اړيكو معمار” په عنوان خطاب وكړو ۔ هغه ووئېل د صدر مرزیایوف قائدانه بصیرت پاک ازبک اړېكې نوو بامونو ته رسولې دي ، د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارتي حجم ښكاره زيات شوے دے او تاریخي د وریښمنو لارې احیا ء په تناظر كښې د اقتصادي مرستې نوې لارې بېرته شوي دي ۔ دستوره كښې په نورو وېنا والو كښې د ازبکستان صدر صلاحكار خیرالدین سلطانوف، نائب وزیراعظم زلائخو محکموا، د پاکستان سفیر فاروق احمد او د دواړو هېوادونو د مهمې میډیا استازي شامل وو

مزید خبریں