اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پي ) د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان سره د وفاقي تحقیقاتي ایجنسۍ (ایف آئی اے) د سائبر کرائم ونګ ډائریکټر جنرل سید خرم علي پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات کښې ډائریکټر جنرل سائبر کرائم ونګ د سېنېټ ډپټي چیئرمین له د سائبر کرائم ونګ په چارو ، کارکردګۍ او په پیښو چیلنجونو تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ډائریکټر جنرل ووئېل سائبر کرائم ونګ (سي سي ډبلیو …
د سنېټ ډپټي چیئرمین سره د ایف آئي اے د سائبر کرائم ونګ ډائریکټر جنرل ملاقات، په سوشل میډیا د سیاسي لارښودو او نوموړو شخصیاتو خلاف پروپېګنډا د تشویش وړ ده
اسلام آباد۔11دسمبر (اے پي پي ) د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان سره د وفاقي تحقیقاتي ایجنسۍ (ایف آئی اے) د سائبر کرائم ونګ ډائریکټر جنرل سید خرم علي پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات کښې ډائریکټر جنرل سائبر کرائم ونګ د سېنېټ ډپټي چیئرمین له د سائبر کرائم ونګ په چارو ، کارکردګۍ او په پیښو چیلنجونو تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ډائریکټر جنرل ووئېل سائبر کرائم ونګ (سي سي ډبلیو ) د الیکټرانک جرائمو مخ نيوي قانون (پیکا 2016) تر مخه کار كونكې د ایف آئي اے خصوصی څانګه ده كومه چې جدید ټیکنالوجي لري ،دا په 2007 كښې جوړه شوې ؤه او ډیجیټل فرانزکس، ټیکنیکل انویسټي ګیشن، انفارمیشن سکیورټي آډټ، پینیټریشن ټیسټنګ او په پروفیشنل ټریننګ كښې مهارت لري ۔ ډپټي چیئرمین سیدال خان د سائبر کرائم ونګ د خدمات ستائنې سره ووئېل په سوشل میډیا د سیاسي لارښودو او نوموړو شخصیاتو خلاف بے بنسټه پروپیګنډا باندې تشویش لرو، د دې مخ نيوي له مؤثر انتظامات دې وكړې شي ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې داسې ټګ لاره دې اختیار کړې شي د كومې څخه چې د چا بدنامي نه وي او د سوشل میډیا د هېواد ګټې او ګټورو مقاصدو لپاره كارولو له چې مرسته تر لاسه شي ۔ ده په اولس غږ وكړو چې سوشل میډیا د ذمه وارۍ سره استعمال کړي ځكه چې د دې نا سمه كارولو نه يوازې د هېواد بلكې د مهمو قامي شخصیات تشخص هم متاثره كېږي ۔ډپټي چیئرمېن دا هيله ولرله چې د ایف آئي اے د سائبر کرائم ونګ کارکردګي كښې به لا ښه والے راشي او د هېواد ترقۍ، د اولس تحفظ او د جدید ډیجیټل پلیټ فارمز صحت مند استعمال ته وده كښې به خپل مهم کردار ادا كوي ۔












